د ایران او اسرايیل تر منځ د مستقیمو نښتو پر اوومه ورځ، د دواړو خواو ترمنځ د ترینګلتیاوو د کمېدو هیڅ نښه نه لیدل کېږي او د توغندیزو بریدونو تبادله لا دوام لري.
په وروستي مورد کې، ایراني رسنیو ویلي چې د اسراییل پوځ د اراک او خنداب ښارونو د درنو اوبو پر اټومي تاسیساتو برید کړی دی.
ایرانی خبریال وايي: نن سهار شاوخوا شپږ بجې، د ماشوم وژونکي رژیم د ښکاره تېري شاهدان وو. د هوايي دفاع ځواکونه په پوره ځواک سره عمل ته داخل شول او یوازې د دښمن دوه توغندي د خنداب د شهیدانو اټومي سایټ شاوخوا سیمه کې لګېدلي دي.
ایران هم اعلان وکړ چې د اسراييل پر وړاندې یې د خپلو عملیاتو څوارلسمه څپه پیل کړې او د اسراییل په سویل او مرکز کې یې پر پوځي اهدافو تازه توغندیز بریدونه کړي دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر د ایران او اسراییل ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو په غبرګون کې وايي چې ایران د اټومي مسألې په تړاو له امریکايي چارواکو سره د کتنې د غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په دې اړه ویلي: «لا هم په مخکې لاره لرو. هغوی باید هوکړه منلې وای. ما د هغوی لپاره یوه غوره هوکړه لرله. شپیته ورځې مو پرې خبرې وکړې، خو په پای کې یې ونه منله او اوس پښېمانه دي. اوس غواړي خبرې وکړي ان ویلي یې دي چې سپینې ماڼۍ ته به هم راشي. باید وګورو چې څه کېږي، ښایي دا کار وکړم.»
د روسیې ولسمشر ویلي چې تر اوسه ایران له مسکو څخه پوځي مرسته نه ده غوښتې.
ولادیمیر پوتین د یوې داسې حل لارې موندلو غوښتنه کړې چې د ایران ګټې خوندي کړي او د اسرائیلو امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم ویلي: «داسې هڅه وکړئ چې د دې شخړې ټولې اړخونه یوې هوکړې ته ورسېږي؛ داسې چې د ایران ګټې، په ځانګړې توګه د د هغه د اټومي فعالیتونو په برخه کې خوندي شي او د اسرائیلو د دولت د بې قید و شرطه امنیت په تړاو هم، اندېښنې په پام کې ونیول شي.»
د منځني ختیځ د تاو تریخوالي د پراخېدو د اندېښنو په لړ کې د فرانسې، بریتانیا او جرمني بهرنیو چارو وزیران به سبا (جمعه) په جنیوا ښار کې له خپل ایراني سیال سره وګوري او خبرې وکړي.
د بلغاریا لومړي وزیر اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو له امله دغه هېواد پرېکړه کړې چې په تهران کې خپل سفارت په لنډمهالې توګه وتړي.
په دې اړه مو اندونه