Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو هره شېبه خبري پوښښ

 د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شوې.

۵:۱۴ د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره ولیدل. د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر وڅېړل شو، آل ثاني د افغان سولې له بهیره د قطر پر سیاسي ملاتړ ټينګار وکړ.

۱۲:۲۰د اسلامي همکاریو سازمان رییس، یوسف بن احمد العثیمین: موږ د سولې بهیر کې هڅې کړې دي او تېر یوه کال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات و، موږ له ټولو غوښتنه کړې او هڅه مو کړې چې تاوتریخوالی کم شي.

د ناټو سر منشي، سټولټنبرګ وايي افغانان سوله غواړي، ډېری نجونې او ماشومان ښوونځیو ته ځي. هغه خبرې چې نن ترسره کېږي باید افغانستان کې لاسته راوړنې خوندي کړي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي موږ نولس کاله افغانستان کې وو، او اوس هم خپل ځواکونه د سولې لپاره تنظیموو. 

۱۲:۱۳د اروپايي ټولنې استازی جوزف بارل څرګندوي راځئ د سولې خبرې داسې پیل کړو چې د افغانستان لپاره د نوي او سوله ییز فصل پیل واوسي.

۱۲:۱۰د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې سوله وکړي او د سولې راتګ مرسته کوي چې ډېری کډوال افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

۱۲:۰۸د جاپان د بهرنیو چار ووزیر، سوزوکي وايي جاپان د افغانستان بیا روغونې ته ژمن دی، او جاپان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې د سولې لپاره هڅې وکړي. موږ افغانستان کې د اوربند غوښتونکي یوو.

۱۲:۰۴د اسیا په چارو کې د انګلستان وزیر، طارق احمد که افغانستان ته لومړيتوب ورکړل شي، نو حتمآ به د حل لاره پیدا شي.

۱۲:۰۱د فنلندد بهرنیو چارو وزیر، پیکا اوستو: فنلند به د پراختیا په برخه کې د افغانستان د خلکو ملګری واوسي.

۱۲:۰۰د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیره ارونچا ګونزالیز د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پرانیسته کې وايي چې افغانستان کې سوله د اروپا سوله ده. هغه همدارانګه زیاتوي چې افغانستان کې قربانیان او د قربانیانو کورنۍ باید هېرې نه شي.

۱۱:۵۴د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبراهمانیام جایشانکر د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په پرانیسته کې وویل باید اجازه ورنه کړل شي چې افغانستان کې تاوتریخوالی دوام وکړي.

۱۱:۴۸ د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وینا:

قریشي وايي چې د افغانانو ترمنځ مخې ته پرتې خبرې د افغانانو په لاس کې دي، چې دوی د پردیو له لاس وهنې پرته خپله یوې هوکړې ته ورسېږي. 

ښاغلی قریشي همدارنګه زیاتوي په دې تاریخي پړاو کې مهمه ده چې تېرې تېروتنې تکرار نه شي او د افغانستان خلک یوازې پرېنښودل شي.

۱۱:۴۵د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال، عباس ستانکزی وايي چې اوربند د سولې خبرو کې د بحث وړ له موضوعګانو ده.

۱۱:۴۰د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، چاووش اوغلو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو غونډه کې د خپلې وینا پرمهال وویل افغانستان کې د څو لس‌ییزو وروسته د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی او هیله ده چې د دوامدارې سولې لامل شي.

۱۱:۳۱د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ناستې ته په انلاین وینا کې وویل چې ښایې د سولې د خبرو بهیر له ننګونو سره مخامخ وي، خو باید دواړه خواوې له صبره کار واخلي.

۱۱:۱۱د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په غونډه کې وینا وکړه. 

مایک پومپيو وايي چې نن د افغانستان لپاره تاریخي ورځ ده. هغه همدارنګه زیاتوي چې متحده ایالتونه به هېڅکله د خپلو متحدینو او شریکانو پیوستون هېر نه کړي چې د دې جګړې د ختمولو لپاره، په اوږدې مبارزه کې له موږ سره ولاړ دي. نن موږ هغوی هم یادوو او درناوی یې کوو.

ښاغلی پامپیو همدارنګه وايي چې متحده ایالتونه به هېڅکله د سپتامبر ۱۱ هېره نه کړي. موږ د طالبانو د دې ژمنې هرکلی کوو چې د القاعدې په ګډون، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نه کوي او نه به هغوی ته پر افغان خاورې د روزنې، جلب وجذب او یا د بسپنې ټولولو اجازه ورکړي.

مایک پومپیو زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري د ورته ژمنو هرکلی کوو. افغانستان باید بیا هېڅکله د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کوي چې دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسېدلي یوو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت کار او قرباني ته اړتیا شته چې د مذاکراتو پایله یوه پایېدونکې سوله وي.

۱۱:۵د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو غونډه کې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا:

ملا برادر وايي افغانستان باید یو اسلامي نظام ولري او د افغانستان خلک باید د وروڼو په توګه په کې ژوند وکړي. موږ خلکو ته ډاد ورکوو چې د سولې بهیر کې له ریښتینوالۍ سره به مخته ولاړ شو. 

۱۰:۴۵ په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په غونډه کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وینا.

عبدالله څرګندوي چې په ډاډ سره ویلی شم، زموږ د ګران هېواد تاریخ به له نن څخه د جګړې د پای او د خلکو د درد او ویر د پای ته رسېدو هرکلی وکړي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې زموږ خلک پر اساسي قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبتونه تجربه کړي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس وايي چې روانه جګړه د جنګ له لاري ګټوونکی نه لري، اما د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هېڅ بایلونکی نه لري.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه چې موږ دواړه لوري یعنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک د خدای تعالی پر وړاندې مسوولیت لرو چې خپل ګران هېواد له دې حتمي تباهۍ او نسل وژنې څخه و ژغورو.

هغه وايي اوس چې د ملي اجماع تر څنګ، سیمه او نړۍ د سولې له ټينګښت څخه ملاتړ کوي، موږ باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړو. او باید په ټول صداقت د خپل ملت ازادې ارادې ته درناوی وکړو او ورته غاړه کېږدو. موږ په دې هم پوهېږو چې با عزته او تل پاتې سوله هغه وخت راتلای شي چې زموږ د لوی ملت اراده په کې تمثيل شي او د يو بل نظرونو ته په کې درناوی وشي.

۱۰:۴۰د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو اترو غونډه پیل شوه.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو وايي چې هیله یې دا ده چې دا خبرې افغانستان کې د سراسري سولې لامل شي.

۱۰:۲۰د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو په موخه د حکومت مرکچي پلاوي غړې، حبیبه سرابي وايي د طالبانو پلاوی ټول شموله نه دی او په کې هېڅ ښځې هم ګډون نلري، خو باید چې له همدې لید سره ورسره خبرې وکړو او یوې هوکړې ته ورسېږو.

۱۰:۱۸دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو پیل لپاره بلل شوي مېلمانه ، د پلاوي ځيني غړي او خبریالان تالار ته رسېدلي دي.
 
د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړې، فوزیه کوفي د ټولنیزو ډلو او ښځو بحث د سولې خبرو کې مهم بولي۱۰:۱۶.

۸:۲۲ ـ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د دوحې پلازمېنې قطر ته ورسېد. ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي.

شریک یي کړئ