Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان کړکېچ؛ قطر کې خبرې د سولې لپاره فرصت

قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پیل ناسته کې د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او استازو خبرې وکړې او له دغو خبرو یې ملاتړ اعلان کړ.

دغو هېوادونو افغانستان کې د اوږدې جګړې پایته رسولو او د تېرو کلونو لاسته راوړنو پر ساتنې هم ټنیګار وکړ.

د ناټو سرمنشي:

ناټو عمومي منشي، سټولټنبرګ د ویډیو کنفرانس له لارې خبرو کې وویل:«‎افغانان سوله غواړي، ډېرې نجونې او ماشومان ښوونځیو ته ځي. هغه خبرې چې نن ترسره کیږي باید افغانستان کې لاسته راوړنې حفظ کړي.»

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، موږ نولس کاله افغانستان کې وو، او اوس هم خپل ځواکونه د سولې لپاره تنظیموو.

اسلامي همکاریو سازمان

همداراز د اسلامي همکاریو سازمان رییس، یوسف بن احمد العثیمین څرګنده کړه، موږ سولې بهیر کې هڅې کړې دي او تېر یوه کال کې چې افغانستان کې تاوتریخوالی زیات وو، موږ له ټولو غوښتنه کړې او هڅه مو کړې چې تاوتریخوالی کم شي.

د اروپايي ټولنې استازی، جوزف بارل هم زیاته کړه:«راځئ د سولې خبرې داسې پیل کړو چې د افغانستان لپاره تازه او سوله ییز فصل پیل ووسي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوترش هم وینا درلوده او د جګړې پر ښکېلو غاړو یې غږ وکړ چې د سولې راتګ په برخه کې مرسته وکړي:«‎له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې سوله وکړي او د سولې راتګ مرسته کوي چې ډېری کډوال افغانان بیا خپل هېواد ته ستانه شي.»

 :د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وینا

عبدالله څرګندوي چې په ډاډ سره ویلی شم، زموږ د ګران هېواد تاریخ به له نن څخه د جګړې د پای او د خلکو د درد او ویر د پای ته رسېدو هرکلی وکړي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې زموږ خلک پر اساسي قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبتونه تجربه کړي دي.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس وايي چې روانه جګړه د جنګ له لاري ګټوونکی نه لري، اما د ملت له ارادې سره سمه سیاسي حل لاره هېڅ بایلونکی نه لري.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه چې موږ دواړه لوري یعنې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو تحریک د خدای تعالی پر وړاندې مسوولیت لرو چې خپل ګران هېواد له دې حتمي تباهۍ او نسل وژنې څخه و ژغورو.

هغه وايي اوس چې د ملي اجماع تر څنګ، سیمه او نړۍ د سولې له ټينګښت څخه ملاتړ کوي، موږ باید دا تاریخي فرصت له لاسه ورنه کړو. او باید په ټول صداقت د خپل ملت ازادې ارادې ته درناوی وکړو او ورته غاړه کېږدو. موږ په دې هم پوهېږو چې با عزته او تل پاتې سوله هغه وخت راتلای شي چې زموږ د لوی ملت اراده په کې تمثيل شي او د يو بل نظرونو ته په کې درناوی وشي.

 طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر وینا:

ملا برادر وايي افغانستان باید یو اسلامي نظام ولري او د افغانستان خلک باید د وروڼو په توګه په کې ژوند وکړي. موږ خلکو ته ډاد ورکوو چې د سولې بهیر کې له ریښتینوالۍ سره به مخته ولاړ شو. 

“We also assure the world that the Taliban will use all their ability so that the intra-Afghan talks get positive results,” said Mullah Baradar.

پومپیو وینا:
مایک پومپيو وايي چې نن د افغانستان لپاره تاریخي ورځ ده. هغه همدارنګه زیاتوي چې متحده ایالتونه به هېڅکله د خپلو متحدینو او شریکانو پیوستون هېر نه کړي چې د دې جګړې د ختمولو لپاره، په اوږدې مبارزه کې له موږ سره ولاړ دي. نن موږ هغوی هم یادوو او درناوی یې کوو.

ښاغلی پامپیو همدارنګه وايي چې متحده ایالتونه به هېڅکله د سپتامبر ۱۱ هېره نه کړي. موږ د طالبانو د دې ژمنې هرکلی کوو چې د القاعدې په ګډون، د نړیوالو ترهګرو ډلو کوربتوب نه کوي او نه به هغوی ته پر افغان خاورې د روزنې، جلب وجذب او یا د بسپنې ټولولو اجازه ورکړي.

مایک پومپیو زیاتوي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له لوري د ورته ژمنو هرکلی کوو. افغانستان باید بیا هېڅکله د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره د نړیوالو ترهګرو د اډې په توګه ونه کارول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کوي چې دې شېبې ته د سخت کار او قربانیو په مټ رسېدلي یوو، او د ساتلو او ترینه د ګټې اخیستلو لپاره یې سخت کار او قرباني ته اړتیا شته چې د مذاکراتو پایله یوه پایېدونکې سوله وي.

جاپان:
د جاپان د بهرنیو چار ووزیر، سوزوکي د افغانستان د بیاروغونې په برخه کې د مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل چې جاپان د افغانستان بیا روغونې ته ژمن دی.

ده وړاندې وویل:«جاپان د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ کوي او له ټولو غاړو غوښتنه کوو چې د سولې لپاره هڅې وکړي، موږ افغانستان کې د اوربند غوښتونکي یوو.»

د اسیا په چارو کې د انګلستان وزیر، طارق احمد بیا وویل، که افغانستان ته لومړيتوب ورکړل شي، نو حتمآ به د حل لاره پیدا شي.

:فنلنډ

د فنلند د بهرنیو  چارو وزیر، پیکا اوستو هم خپله وینا کې وویل چې هېواد به یې د پراختیا په برخه کې د افغانستان د خلکو ملګری ووسي.

هسپانیا:

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیرې، ارونچا ګونزالیز بیا افغانستان کې سوله اروپا کې د سوله په مانا یاده کړه او ویې ویل چې فغانستان کې قربانیان او د قربانیانو کورنۍ باید هېرې نشي.

هند:

د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبراهمانیام جایشانکار هم په انلاین ډول د ناستې ویناوال وو، هغه وویل باید اجازه ورنکړل شي چې افغانستان کې تاوتریخوالی دوام وکړي.

پاکستان:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي وویل چې د افغانانو ترمنځ مخې ته پرتې خبرې د افغانانو په لاس کې دي، چې دوی د پردیو له لاس وهنې پرته خپله یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه، په دې تاریخي پړاو کې مهمه ده چې تېرې تېروتنې تکرار نشي او د افغانستان خلک یوازې پرېنښودل شي.

ترکیه:

ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، چاووش اوغلو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ناسته کې د خپلې وینا پرمهال: افغانستان کې د څو لس‌ییزو وروسته د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی او هیله ده چې د دوامدارې سولې لامل شي.

چین:

 چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ناستې ته په انلاین وینا کې وویل چې ښایې د سولې د خبرو بهیر له ننګونو سره مخامخ وي، خو باید چې دواړه خواوې له صبره کار واخلي.د 

عبدالله عبدالله وايي چې زموږ خلک پر اساسي قانون ولاړ نظام او د ثبات ټینګښت غواړي، ځکه د نظام د نشتوالي له امله يې سخت مصیبتونه تجربه کړي دي.

شریک یي کړئ