Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفاع وزارت: طالبانو له تېرې شپې راهیسې ۱۸ ولایتونو کې بریدونه کړي

د سولې د مذاکراتو له پېلېدو سره هم مهاله، حکومت وایي چې د هېواد د اتلسو ولایتونو ځينې برخې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي شاهدې وې.

د هېواد په شمال کې امنیتي او ځايي چارواکي له تېرې شپې تر نن ورځې پورې په فاریاب، بلخ او جوزجان، غور، بادغیس، هرات، غزنی، ارزګان او ځينو نورو ولایتونو کې هم د طالبانو د بریدونو خبر ورکوي.

امنیتي چارواکي وايي د غور پسابند ولسوالۍ د څلورمې لوا درېیم کنډک، د بادغیس د قلعه نو د پولیسو درېیمې لوا شب باشک پوسته، د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د درېیمې لوا شپږم کنډک او ولسي پاڅون کوونکو د ارباب رحیم مرکز، د شینډنډ ولسوالۍ په سلطان اباد کلي کې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو یو کاروان، هغه برخې دي چې طالبان له سهاره تر اوسه بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«طالب ډلې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په وړاندې بریدونه کړي دي چې افغان امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په حالت کې د طالبانو دا بریدونه شنډ کړل.»

په هلمند او ارزګان ولایتونو کې هم د امنیتي او ځایي چارواکو په وینا؛ طالبانو تېره  شپه او نن ورځ  هم بریدونه کړي دي.
 
د ارزګان د والي ویاند زړګی عبادي هم وايي:«وسله وال مخالفان ځينې بریدونه ترسره کړل چې امنیتي ځواکونو د طالبانو دغه بریدونه دفع کړل.»

د فاریاب والي وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د امینتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي چې له ماتې سره مخ شوي دي.
 
د فاریاب والي نقیب الله فایق څرګنده کړه:«په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو برید وکړ چې امنیتي ځواکونو ته هېڅ زیان ونه رسېد.»

د بین الافغاني مذاکراتو په پېلېدو سره، تمه کېده چې په هېواد کې یو نا اعلان شوی اوربند ټینګ شي او یا په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.

شریک یي کړئ