Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان مرکچي پلاوي دوه غړي ولې دوحې ته نه دي تللي؟

که څه هم له طالبانو سره د سولې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي په ترکیب کې ۲۱ تنه دي، خو د دغه پلاوي دوه غړي دوحې ته نه دي تللي او د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په پرانیستغونډه کې چې تېره ورځ جوړه شوه هم حضور نه درلود.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي استازی غیرت بهیر او فاطمه ګیلاني هغه دوه تنه دي چې تراوسه دوحې ته نه دي تللي.

دغه ګوند وايي چې د ښاغلي بهیر نوم له دغه ګوند سره له مشورې پرته د مرکچي پلاوي په نوملړ کې راغلی و او له همدې امله قطر ته د هغه د تللو مخنیوی شوی دی.

دا ګوند د پلاوي له اوسني ترکیب سره مخالف دی او دا پلاوی ټول ګډونه نه بولي.
 
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی حفیظ الله نقي وویل:«هغه څه چې د مرکچي پلاوي لپاره د معیار په توګه تشخیص شوي وو د ارګ او سپیدار له خوا په پام کې ونه نیول شول، نو پر دې بنسټ متیقین وو چې د سولې بهیر لپاره د یوه یا څو تنو استول به، د افغانستان خلکو او پر افغاني خبرو اترو اغېزه ونه لري.»

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پلاوي غړي چې په دوحه کې دي وایي دغه پلاوي د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازی پر ځای د علماوو شورا غړی عین النعیم د تخنیکي پلاوي غړی و؛ معرفي کړی دی.

د افغانسان د اسلامي جمهوریت په ۲۱ کسیز پلاوي کې څلور ښځې هم شاملې دي.
خو فاطمه ګیلاني چې په فارسي ادبیاتو، تصوف او اسلامي علومو کې یې تحصیل کړی دی، د ناروغۍ له امله تر اوسه دوحې ته نه ده تللې او په لندن کې ده.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي چې په حقونو او سیاسي علومو اونړیوالو اړیکو کې یې زده کړې کړې دي؛ پخوانۍ والۍ او د ښځو چارو پخوانۍ وزیره حبیبه سرابي چې د طب په څانګه کې یې زده کړې کړي دي، او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شریفه زرمتۍ چې د پښتو ادبیانو په څانګه کې یې زده کړې کړي دي، د پلاوي په ترکیب کې درې نورې ښځې دي.
   
بل خوا د طالبانو د پلاوي په ترکیب کې د هېڅ ښځينه استازې نشتوالی له نیوکو سره مخ شوی دی.

خو په قطر کې د طالبانو ډلې د دفتر ویاند محمد نعیم په دې اړه بیا داسې وايي:«د ښځو حضور او نه حضور فکر کوم، چې اساسي موخه دا ده چې یو اسلامي نظام چې په هغه کې د ټولو حقوق تضمین وي او د اسلام دین هغه تضمین کړي دي.»

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو دوه څلویښت استازي په راتلونکو ورځو کې د سولې یوې هوکړې ته د رسېدو د څرنګوالي په تړاو خبرې پیل کړي.

شریک یي کړئ