Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هغه تنکۍ پېغله د عدالت غوښتنه کوي چې پرې اوو تنو جنسي تېری کړی

یوه تنکۍ پېغله وايي چې د اوو کسانو له لورې پرې جنسي تېری شوی دی. دغه نجلۍ وايي چې په چل او دوکې سره له کابله بیول شوې او وروسته په بلخ کې یو سړي له خپلو زامنو او زوم سره یو ځای پرې جنسي تېری کړی دی.

دغه نجلۍ چې اوس په بد حالت کې ده او فلج شوې، له چارواکو د عدالت غوښتنه کوي، نوموړې وايي که حکومت مجرمین په سزا و نه رسوي ځان ته به اور واچوي. 

د دغې ۱۵ کلنې نجلۍ مستعار نوم خدیجه دی. دا وایي چې پروسږکال په کابل کې له خپل کور نه بلخ ته وتښتول شوه.

خدیجه چې کله د طلوع نیوز خبریالې انیسې شهید ته پرې د تېرې شوې پېښې ترخه کیسه کوي، له سترګو یې اوښکې بهېږي. د دې په وینا یوه سړي له خپلو پنځو زامنو او یوه زوم سره شاوخوا یوه نیمه میاشت ربړولې او تېری یې پرې کړی.

له تاوتریخوالي سره مخ شوې تنکۍ پېغله خدیجه (مستعار نوم) وايي:«په خپله سپین ږیری و، زوم او زامن یې راغلل، ومې ویل چې له ما څه غواړئ ولې خراب خلک یاست پرې مې ږدئ چې ولاړه شم ولې مو دلته راوستې یم ویل یې له ما موږ سره دا کار وکړه. زما خوله یې ټينګه نیوله ټابلیت به یې په خوله کې رااچوه ترخې اوبه وې ماته به یې راکولې بې هوښه کېدم لاسونه او پښې مې په سګرټو راسوځول.»

خدیجه وایي له هغه کور نه چې په کې ربړول کېده؛ وتښتېده او له بل ځوان سره چې ورته ویلي یې وو، بېرته به یې خپل کورته بیايي، یوځای شوه، خو هغه هم پرې تېری وکړ.

دغې تنکۍ پېغلې زیاته کړه:«هره ورځ زه درد لرم یو کال کېږي چې ټول ځان مې درد کوي ملا او پښې مې درد کوي.»

بالاخره پولیس د خدیجې پر حالت خبرېږي. خو ظاهراً رواني فشار او وېره هغه دومره ترهوي چې د بلخ د ښځو چارو په ریاست کې د وسله والو کسانو په لیدلو سره خپل ځان له درېیم پوړه ښکته را اچوي او د ملا هډوکي یې ماتېږي او فلج کېږي.

خدیجه(مستعار نوم) وايي:«له دولت څخه مې غوښتنه دا ده چې د هغوی د کړو پر سزا یې ورسوي اعدام کوي یې هر څه چې کوي، که چېرې ونه کړي زه ځان ته اور ورته کوم. دا څه ژوند دی ما ته څه پاتې دي.»

د تاوتریخوالي د قرباني شوې دغې نجلۍ کورنۍ وایي؛ په بلخ کې مسوولانو سره له دې چې مجرمان ونیول او زنداني یې کړل؛ خو اوس د پیسو په بدل کې خوشي شوي دي.

له تاوتریخوالي سره د مخ شوې نجلۍ ورور عبدالله(مستعار نوم) وویل:«څارنوال دی زه سند لرم زر یې یوه واخیست او یو نیم یې بل واخیستل او دوی یې ازاد کړل که چېرې دولت پاملرنه ونه کړي زما غږ وا نه وري ځان ته د ارګ په وړاندې اور اچوم.»

د بلخ د ښځو چارو ریاست د دوکې او پردې نجلۍ د تیري پېښه تاییدوي.

د بلخ د ښځو چارو رییسه شهلا حدید هم څرګنده کړه:«پنځه زامن په خپله دی او انږو او مېرمن یې نیول شوي دي، او له تضمین سره ازاد شوي دي او دوسیې یې تر څار لاندې دي دوه محکمې یې تېرې شوې دي او تر عدلي څار لاندې دي.» 

د ښځو پر وړاندي جنسي تاوتریخوالی هغه جنایت دی چې تل په افغانستان تکرار شوی دی ؛ خو ډیری دا پېښې پټېږي.

 د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم ناسم دود دی او ډيری دغه تاوتریخوالي نه اعلانیږي .

شریک یي کړئ