د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د امریکايي سرتېرو بشپړه وتل له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو پورې تړلي بولي.
ښاغلي پومپیو له بریت بارد خبري سایټ سره خبرو کې زیاته کړې ده چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو ویستل د القاعده ډلې په ګډون له ترهګروو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو، د سولې خبرو ته د طالبانو د ننه کېدو او د ورانکاره کړنو مخینوي سره تړاو لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په وینا، ځيني کړۍ نه غواړي چې پورته موخه ترلاسه شي.
د هغه په وینا دا کړۍ غواړي چې امریکا متحده ایالاتونه شل کاله نور هم افغانستان کې ښکېل پاتې شي، خو طالبان او افغان حکومت مسوولیت لري چې د دغه حالت مخه ونیسي.
پومپیو څرګنده کړې ده چې د طالب مشرانو سره یې لیدنه کې، هغوی ته ویلي دي چې تاوتریخوالي کې د پام وړ کمښت راولي.
ټاکل شوې ده چې امریکا متحده ایالاتونه د راتلونکي زیږدیز کال پسرلي کې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستانه وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر کې د سولې خبرو په تړاو څرګنده کړې ده چې دغه خبرې په سمه لار روانې دي او واشنګټن به افغانستان کې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال پسرلي پورې خپل پوځي شتون صفر ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه وشوه او اوس مهال د یادو ډلو تماس دلو سره لیدلي دي.
قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې تېر ماښام د تماس ډلو د سولې اصلي خبرو څرنګوالي په تړاو خبرې کړې دي.
هغه زیاته کړې ده چې د عمومي ناستې لپاره چې ټاکل شوې ده نن(سې شنبې) تر سره شي، بحث او هوکړه شوې ده.