Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سندونه؛ مالیې وزارت کې سلیقه يي ګومارنې په ډاګه کوي

طلوع نیوز ته رسېدلي سندونه ښیې چې د هرات ولایت د ګمرک اوسنی سرپرست مخکې له دې چې کاري بست یې اعلان شي، په نا قانونه توګه د هرات د ګمرک د صادراتو او وارداتو د امر په توګه ټاکل شوی او له هغې دوه میاشتې وروسته د کابینې د پرېکړې پرخلاف او د مالیې د نوماند وزیر د حکم له مخې د هرات د ګمرک د سرپرست په توګه وټاکل شو.

خو د مالیې وزارت او خپله حشمت الله یوسفي هر ډول سلیقه یي چلند ردوي.

له دې سره د مالیې وزارت وایي، حشمت الله یوسفي په موقت ډول د هرات د ګمرک د صادراتو او وارداتو امر ټاکل شوی وو او اوس د دې ګمرک سرپرست دی.

د دغو سندونو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي دي، حشمت الله یوسفي چې د هرات د ګمرک  مفتش ټاکل شوی دی، شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د داوطلبۍ له آزموینې پرته د مالیې د نوماند وزیر د وړاندیز له مخې په پکتیا ولایت کې له خپل کاري بست نه د هرات د ګمرک د صادراتو او وارداتو په آمریت کې ټاکل شوی دی او تر هغې دوه مییاشتې وروسته په داسې حال کې چې د حکومت کابیې په وزارتونو کې د مفتشانو ټاکل بند کړل؛ د مالیې د نوماند وزیر عبدالهادي ارغندېوال په حکم د هرات د ګمرک د سرپرست به توګه ټاکل شوی دی. 

بل خوا له اداري فساد سره د حکومت پر مبارزې د څارونکو بنسټونو موندنې ښيي چې د ګمرکونو په څېر د هېواد په عایداتي ادارو کې سلیقه یي ګومارنو د فساد او د حکومت د عوایدو د حیف و میل لار هواره کړې ده.
 
له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې د دارالانشا رییس میوند روحاني وویل:«د مالیې وزارت په لوړو بستونو کې ګومارنې د سلیقې له مخې ترسره کېږي یعنې له سیالۍ پرته دي.»

د روڼتیا د څاربنسټ اجرایي رییس اکرام افضلي هم وايي:«په ګمرکونو کې ګمارنې د اړیکو او بډو پر بنسټ ترسره کېږي او افغان حکومت له بده مرغه د دغه بهیر مخه نه ده نیولې بلکې دغه بهیر ته یې لاره هواره کړې ده.»

خو د مالیې وزارت وایي چې د ګمرکونو په درېیمو بستونو کې د کارکوونکو ټاکل د مالیې وزارت د مقام له صلاحیتونو دي او حشمت الله یوسفي د لنډې مودې لپاره د هرات د ګمرک د صادراتو او وارداتو د آمر په بست کې پر دنده ګومارل شوی دی.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي څرګنده کړه:«موقتاً تر هغې چې د ملکي خدمتونو په همکارۍ بستونه اعلان ته سپارل کېږي ګومارل شوی ځکه چې درېیم بست دی د مالیې وزارت د مقام په واک کې دي.»

خو حشمت الله یوسفي له دې پرته چې له طلوع نیوز سره مخامخ مرکې ته حاضر شي، په یوې ټېلفوني اړیکه کې د ځان ګومارنه د قانون خلاف نه بولي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ښيي، له ګمرکونو او د مالیې وزارت له نورو عایداتي برخو د حکومت عواید د ۱۳۹۹کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د فساد او سلیقه یي ګومارنو له امله ۵۰ سلنه کم شوي دي.

شریک یي کړئ