Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډموکراسۍ نړیواله ورځ؛ د ډموکراسۍ په هکله د خلک لیدلوری څه دی؟

د ډموکراسۍ له نړیوالې ورځې سره هم مهاله په افغانستان کې ډېری خلک په دې باور دي چې په تېرو دوو لسیزو کې دوی په ډموکراسۍ پورې په ځينو اړوندو برخو کې لکه د بشري حقونو برابرۍ، په ټاکنو کې او د بیان آزادۍ ته تر ډېره لاسرسی درلود.

په دغه موده کې هغه ځوانان چې له دې فرصتونو يي ګټه پورته کړې، اوس اندېښمن دي چې دوی به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې ځینې دا فرصتونه بېرته له لاسه ورکړي.

کامله کیارنګ سعادت، درې کاله وړاندې چې نوې ۲۰ کلنه شوې وه، خپل اصلي ځای غزني یې پرېښود او کابل ته راغله چې د خپلو زده کړو د دوام سربېرې د کوچنۍ سوداګرۍ په پیلولو سره اقتصادي ځان بساینې ته هم ورسېږي.
 
مېرمن سعادت نژدې یو کال کېږي چې د لاسي صنایعو یو پلورنځی یې پرانستی دی او په وینایې له دې لارېې، هم ځان او هم نورو مېرمنو ته ګټه رسوي.

له اقتصاد څانګې فارغه شوې مېرمن کامله کیارنګ سعادت زیاتوي:«کابو ۲۰ تر ۲۵ مېرمنې دي چې له موږ سره په نامستقیمه توګه همکاري لري. د بېلګې په توګه هغه څه چې موږ یې فرمایش ترلاسه کوو، هغوی ته یې ورکوو او هغوی پرې کار کوي.»

دا وایي په دې وروځو کې چې د افغانستان سیاسي پېښې تر پخوا ډېرې تعقیبوي، د هغو ارزښتونو برخلیک ته اندېښمنه ده چې په وروستیو دوو لسیزو کې په هېواد کې رامنځته شوې دي.
 
اغلې سعادت وویل:«ډېره اندېښمنه یم چې وضعیت له مخکې بدتر نه شي یا لږ تر لږه هغه مېرمنې چې تراوسه نه دي توانېدلي د ځان لپاره یو ځایګی پيدا کړي، یو فعالیت وکړي، ښايي دا هم ودرول شوي.»

خو ځنیې ځوانان د یوه کلتوري او سیاسي بنسټ په پرانستلو سره هڅه کوي چې په هېواد کې د راتلونکو اوونیو او یا میاشتو د احتمالي بدلونونو له کاروانه شاته پاتې نه شي.
 
کلتوري او سیاسي فعال حکمت‌الله شهباز وايي:«وکړای شو چې په حکومتوالۍ، له دې پرته چې د قوم او سمت او حزب و مذهب په لور مراجعه وکړو، له یو بل سره ونډه ولر.»

د دوی په غونډو کې هم تر ډيره  په قطر کې د سولې د اوسنیو مذاکراتو ؛ ډموکراسۍ ؛ جمهوریت او د ځوانانو د لاسته راوړنو په څېر مسایلو بحث کیږي .
 
 کلتوري او سیاسي فعال نصیراحمد ناصري هم وویل:«د افغان ځواکونو حقوق باید د سولې په مذاکراتو کې نورو ته په ډاګه شي.»

د تېرو دوو لسیزو له ټولو لوړو او ژورو سره سره، ډېری افغانان په دې باور دي چې په دې موده کې توانېدلي دي چې تر ډېره بریده ؛ په ډموکراسي پورې اړوندو ښکارندو لکه د انساني ارزښتونو برابرۍ ؛ په ټاکنو کې ګډون ؛ د فکر آزادۍ او د بیان آزادۍ  ته لاسرسی ولري .

شریک یي کړئ