Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې ۳۵۰ خیالي پولیس

د زابل امنیه قومندان، حکمت الله کوچی وايي چې د دغه ولایت په لیکو کې یې ۳۵۰ خیالي پولیس یې پيژندلي دي.

هغه زیاتوي، سره له دې چې د خپل ماموریت پرمهال یې ۴۰۰ کسان د پولیسو لیکو ته جذ کړي دي، خو ۳۵۰ تنه چې په خپلو دندو کې یې فزیکي شتون نه درلود، پېژندلي دي.

ښاغلی کوچی وړاندې وايي:«د خیالي پولیسو په تړاو، پرته له شکه چې ستونزې شته، کابو ۳۵۰ تنه هغه کسان چې په خپلو دندو کې نه وو، فزیکي حضور یې نه درلود پېژندل شوي او له دندو منفک شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې سیګر په خپل وروستي راپور کې د هېواد په سویل کې د پولیسو ډېر شمېر خیالي بللي دي، خو د زابل پولیس بیا د پولیسو په لیکو کې له اصلاحالاتو ویلي.

د دې ترڅنګ د کابل ـ کندهار د لویې لارې موټرچلوونکي وايي چې لا هم په دغه لار باج اخیستل کيږي، خو د زابل پولیس وايي چې ۵۴ پولیس یې چې له موټرو یې باج اخیستو نیولي دي.

د زابل اوسېدونکي هم سره له دې چې د پولیسو په لیکو کې له اصلاحاتو هرکلی کوي، خو دغه اصلاحاتو کافي نه بولي.

زابل کې ۳۵۰ خیالي پولیس

د زابل پولیس وايي چې ۵۴ پولیس یې چې له موټرو یې باج اخیستو نیولي دي

شریک یي کړئ