د تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له کبله دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
د یاد ولایت امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېر ماښام (سې شنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) شوي او پایله کې یې ۱۲ تنه ټپیان هم دي.
د تخار پولیس د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي، کله چې، د تخار پخوانی امنیه قومندان، خیرمحمد له سیمې د تېرېدو په حال کې و، په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې.
دغه مسوولین زیاتوي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې د مایع ګازو څو ډبو اور اخیستی او یو دوکان هم سوځېدلی او شل نور زیانمن شوي دي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.