Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په قطر کې مذاکره او افغانستان کې جګړه؛ خلک لا هم قرباني ورکوي

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې مذاکراتو د لومړنیو خبرو اترو له پيل سره هم مهاله، هېواد کې جګړه لا هم دوام لري.

د طلوع نیوز خبریال شریف امیري، په میدان وردګو کې د جګړې د لومړیو کرښو یو کرښه دا چې دغو جګړو د خلکو پر ژوند تر کومې کچې سیوری غوړولی دی انځور کړی دی.

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکي وايي چې هره ورځ په جګړه کې قرباني ورکوي او د دواړو لوریو د مرمیو په منځ کې اړ دي چې شپې او ورځې تېرې کړي.

هغوی د دواړو لوریو له پلاویو چې په دوحه کې دي، غواړي چې ژر تر ژره سره یوې هوکړې ته ورسېږي او جګړه پای ته ورسوي.

د میدان وردګو ولایت یو تن اوسېدونکی زربین خان چې څو ساعته مخکې د یوه توغندي په لګېدو سره لور یې ټپي شوې وايي:«لورکۍ مې ۱۲ کلنه وه... په لوبو بوخته وه چې توغندی راغلی او پټي یې کړه. تر دې له جګړې ستومانه یوو چې نور نو حد نه لري.»

خو دا د هغو خلکو د کیسو پای نه دی چې په جګړو کې ژوند کوي؛ په میدان ښار کې هغه کور ته ورځو چې څلور شپې مخکې د توغندي لګېدو د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ژوند واخیست او ګاونډی یې ټپي کړ.

د میدان وردګو اوسېدونکي وايي چې له جګړې ستومانه دي او نور د جګړې د زغم وس نه لري.

د میدان وردګو اوسېدونکی نوران شاه وايي:«حیران یوو چې څه وکړو؟ چېرته ولاړ شو؟ دا څه وضعیت دی؟ له ژوند څخه مو په بشپړه توګه زړه تور دی.»

ورته مهال مهال هغه امنیتي ځواکونه چې د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وايي چې هره شېبه دفاع ته چمتو دي.

د میدان ښار د سیمه ییزو پولیسو قومندان سید علي وايي:«یو راکټ یې دلته ولګېد او بل راکټ یې هم زموږ پر بلنداژونو ولګېد او هره ورځ همدا حال دی. زموږ له ځواکونو اووه تنه شهیدان شول او یو هم ټپي شوی دی.»

له همدې ځایه ده چې تر بل هر وخته سولې ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.

د سیمه ییزو پولیسو سرتېری نصرالله وویل:«تېره ورځ زموږ د پوستې په مخ کې زموږ یو سرتېری یې اوه مرمۍ وویشت او تر روغتونه مو ولېږدوه، ساه ورکړه.»

په دوحه کې د شنبې په ورځ د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلنۍ غونډې وروسته، تراوسه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د تخنیکي ډلو ترمنځ دوه ځلې لیدنې شوې دي.

د اوربند رامنځته کېدل، د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د بحث وړ یوه جدي موضوع ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی له ځنډ پرته د هغه پر عملي کېدو ټينګار لري؛ خو طالبان وايي چې پر دغې موضوع به په رسمي خبرو اترو کې بحث وشي. 

شریک یي کړئ