Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مدني بنسټونو د سولې ټول ګډونوالي په پار میکانیزم چمتو کړی

په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړنیو غونډو له پیل سره هم مهاله، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو یوې ټولګې د افغان سولې د ټول ګډونوالي لپاره میکانزم چمتو کړی دی.
 
هغو بنسټونو چې «د ټول ګډونه سولې لپاره د افغانستان میکانیزم» چمتو کړی دی، خپله لومړنۍ ناسته یې نن د ځينو ولایتونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه کړه.

د دغه میکانیزم غړي خپل ځانونه په قطر کې د سولې خبرو مرکچیانو ته د مدني ټولنو او هېوادوالو د غوښتنو رسولو لپاره یو ډاډمن او بې پرې ادرس بولي.

د دوی په اند په هېواد کې څلورو لسیزو جګړې اصلي قربانیان خلک دي خو د سولې په مخامخ خبرو اترو کې ګډون نه لري.
 
د ټول ګډونه سولې لپاره د افغانستان میکانیزم کمېټې مشرتابه غړې روشن مشعل وايي:«یو ترټولو مهمه برخه چې کولای شي زموږ موخې ښې تعریف کړي یا زموږ ادعا ثابته کړي، د هغه میکانیزم یا بنسټ جوړښت او رامنځته کول دي چې کو یې. د دغه میکانیزم جوړښت دا ډول دی چې د مدني ټولنې د مشرتابه غړو یوه کمېټه، سکرتریت او وروسته سیمه ییزې ډلې او وروسته متخصصان او سلاکاران دي.»

د دغه میکانیزم د جوړېدو یو لامل د سولې خبرو کې د تېرو نږدې دوو لسیزو د لاسته راوړنو ساتل په ګوته شوي دي.

د ټول ګډونه سولې لپاره د افغانستان میکانیزم کمېټې غړی ابراهیم تولد وویل:«په هغه صورت کې چې د دواړو لوریو مرکچي پلاوی یا د هغوی یو وړاندیز وکړي چې موږ د یوې مشخصې موضوع او مورد په هکله د خلکو او یا مدني ټولنې مشورې یا معلوماتو ته اړتیا لرو، میکانیزم په چټکه توګه د اړتیا پربنسټ دننه له افغانستانه معلومات راغونډ وي او د هغوی لاسرسۍ ته یې وړاندې کوي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی د سولې په روانو خبرو کې پر روڼتیا ټینګار کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا څرګندوي:«زه د سولې خبرو پر دواړو خواو او په ځانګړې توګه د افغانستان پر اسلامي جمهوریت او په سولې خبرو کې د هغو پر استازو او د طالبان پر تحریک غږ کوم چې، یوې ټولیزې سولې ته د رسېدو لپاره له یوې اغېزناکې کړنلارې کار واخلي، هغه سوله چې له ټیکاو سره مرسته کولی شي، د اروپايي ټولنې اصلي غوښتنه ده.»
"
د ناروې سفیر اولي انډرس لینډمن هم وايي:«د افغانانو تر منځ د سولې خبرو پيلېدل د څلورو لسیزو جګړو د پای زېری له ځانه سره راوړی دی. دا یوه تاریخي موکه ده؛ خو بیا هم دا یو اوږد سفر دی.»

د سوېډن مرستیاله سفیر کرسټینا ډولمن په دې هکله وايي:«کله چې، خبرې او هوکړې د هغو کسانو ژوند چې نېغ په نېغه له جګړو زیانمن شوي، را ونه نغاړي؛ ډېری وختونه بې پایلې وي.»

د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو لومړنۍ غونډه د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوه. له هغې وروسته، تراوسه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاویو تخنیکي ډلو دوه غونډې لرلې دي.

ورته مهال، په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماټان، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو پیل د افغانستان لپاره یو تاریخي ګام ګڼي او وايي چې له دغې موکې باید استفاده وشي.

شریک یي کړئ