Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نعیم: تر هغې چې د جګړې پر لاملونو بحث ونه شي اوربند به ونه کړو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند او د یادې ډلې د مرکچي پلاوي غړی محمد نعیم له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي، تر هغې چې د جګړې د لاملونو په اړه بحث ونه شي؛ طالبان به اوربند ونه کړي.

خو هغه وايي چې د سولې مذاکراتو له لومړنیو ناستو له پيل سره هم مهاله، طالبانو تاوتریخوای کم کړی دی. هغه حکومت تورن وي چې یرغلي بریدونه یې نه دي درولي.

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم په دې اړه وویل:«دا معقوله نه ده چې شل کلنه جګړه په یوه ساعت کې پای ته ورسېږي. زموږ په ان منطقي دا ده هغه اسباب او ستونزې چې دغه جګړه یې رامنځته کړې ده پر هغه بحث وشي او له منځه یوړلی شي، له هغې وروسته اوربند وروستۍ شي او ستونزې په بشپړه توګه پای ته ورسېږي. فرض کړئ که چېرې نن موږ اوربند وکړ، سبا ته د مېز پر سر هوکړې ته ونه رسېږو ایا بیا جګړه پیل کړو؟ په څه معنا؟»

د طالبانو د مرکچي پلاوي دغه غړی وايي، طالبان په هېواد کې یو اسلامي نظام غواړي چې په هغې کې د افغانانو ټول ارزښتونه تعریف شي.

هغه زیاته کړه:«زموږ یوه موخه دا وه چې د افغانستان ښکېلاک باید پای ته ورسېږي او بله دا وه چې واقعي اسلامي نظام چې د خلکو ځواب ویوونکی وي، رامنځته شي.»

محمد نعیم زیاتوي، د افغانانو تر منځ د سولې خبرې به له ډېرو ټیټو او هسکو سره به مخ وي؛ خو بیا هم یوې تلپاتې سولې ته هیله من دی.

ښاغلی نعیم وايي:«له یوه پياوړي او ټينګ هوډ سره دغې پروسې ته داخل شوي یوو او دا زموږ پرېکړه ده چې دا ستونزه اخر پای ته ورسېږي. سخته او پېچېلې پروسه ده، خو هیله لرو چې ستونزې په مسلسله توګه پای ته ورسېږي.»

له دې سره سره، په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د خبرو د طرزالعمل او اسلوب برابرلو په برخه کې لا هم خبرې روانې دي.

شریک یي کړئ