Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مزرا شریف کې چاودنې یوه مېرمن وژلې او پنځه تنه نور یې ټپیان کړي

نن ماښام (شنبې د وږي په ۲۹مه) مزار شریف کې یوې چاودنې یوه مېرمن وژلې او د یوه ماشوم په ګډون پنځه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل په دې اړه وايي چې دغه چاودنه په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه چې د مزارشریف د لومړنۍ حوزې په اړوند سیمه سینا لوبغالي ته څېرمه رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د امنیتي ځواکونو یو موټر له سیمې تېرېده.

خو د بوعلي سینا بلخي حوزوی روغتون چارواکي ووايي چې د یوې ۲۵ کلنې مېرمنې مړی او همدارنګه پنځه تنه ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بوعلي سینا بلخي روغتون مسوول غوث الدین انوري وايي چې د درې ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او په دغې پېښه کې د یوه ماشوم لاس پرې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید کې د ملي امنیت یو قومندان له خپلو اتو سرتېرو سره ټپي شو او یو بل سرتېره ووژل شو.

د بوعلي سینا بلخي حوزوی روغتون چارواکي ووايي چې د یوې ۲۵ کلنې مېرمنې مړی او همدارنګه پنځه تنه ټپيان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.

شریک یي کړئ