د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ طالبان یوه سرسخته او ځیرکه ډله ګڼي، خو وايي چې دغه ډله په افغانستان کې د جګړې له دوامه ستومانه شوې ده.
ټرمپ وايي چې واشنګټن له طالبانو سره ښه بحثونه لرل او له همدې امله به ډېر ژر په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر به له څلورو زرو کم کړي.
هغه وویل:«موږ له طالبانو سره ښه بحثونه لرلي دي. دا خپاره شوي دي او موږ به ژر د خپلو سرتېرو شمېر تر څلورو زرو کمو هغو ته ورسوو او که چېرې پوهېږو چې کوم څه مشخص ترسره شوي دي ، له هغه ځایه به ووځي. مشخص څه باید ترسره شي.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه:«له طالبانو سره ښه تعامل لرو، هغوی سرسخت، ځیرک او توند دي، خو نولس کاله تېر شوي دي او ان هغوی هم انصافاً ستومانه شوي دي. موږ واقعا د پولیسو په څېر و، هېڅ څوک تر ما زیات پولیسو ته درناوی نه لري، خو پرېږدئ چې افغانان په خپله د پولیسو کار مخته یوسي.»
بل خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو په ملاتړ سره ویلي دي چې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسېدل یوازې د افغانانو په مشرۍ د یوه بهیر له لارې سیاسي هوکړې ته په رسېدو سره شوني دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلامیه کې راغلي دي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې ټينګښت او د کړکېچ پای ته رسېدل، یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالیکت د یوه پراخ او هر اړخیز بهیر له لارې او د یوې سیاسي هوکړې له طریقه شونې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو مرکچي پلاوي له یوې اوونۍ راهیسې په دوحه کې سولې رسمي مذاکراتو پر پيل سره چنې وهي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب وايي:«کله چې دواړه لوري د مذاکرې مېز ته راغلل، معنا یې دا ده چې د افغانستان د قضیې سیاسي حل ته ژمن دي.»
له دې سره همهاله، د ملي روغې جوړې د عالي شورا سیاسي مرستیال دلته په یوې غونډه کې که څه هم د افغانانو تر منځ مذاکرات د قناعت وړ بولي، خو د سولې د مذاکراتو د احتمالي ماتې ناوړه پایلو ته اندېښمن دی.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا سیاسي مرستیال اسدالله سعادتي په دې اړه زیاته کړه:«څه د افغانستان اسلامي جمهوریت او څه طالبان باید هڅه ونه کړي چې دا موکه زیان وویني او له لاسه ووځي. او باور لرو چې غیر لازمي خنډ او د ستونزو رامنځه کول چې له هر لوري وي درنه بیه به ولري.»
د افغانانو ترمنځ مذاکرات له اتو ورځو راهیسې د قطر په دوحه کې روان دي. که څه هم د هېواد په ځینو برخو کې تاوتریخوالي روان دي. خو یو شمېر هېوادوال تمه لري چې دا مذاکرات په هېواد کې د یوې دایمي سولې لامل شي.