Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیل زاد: د دوحې خبرې اترې «یوه بې سارې موکه» ده

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وايي چې د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانانو ترمنځ مذاکرات «د افغانستان لپاره یوه بې سارې موکه» ده او باید له هغې استفاده وشي.

ښاغلي خلیل زاد په دې اړه په خپل ټوېتر پاڼه لیکلي:«نه یوازې دا چې افغان لوري له یو بل سره مخامخ مذاکره کوي، بلکې لکه څرنګه چې د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې یادونه شوې، د مذاکرې او سولې له لارې په افغانستان کې د سیاسي حل لارې لپاره پراخه نړیوال ملاتړ شتون لري.» 

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د ملي امینت شورا په اعلامیه کې ویلي و چې تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د جامع او هر اړخیزې سولې له لارې چې د هغه موخه دایمي او جامع اوربند دی او همدارنګه په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د یوه پراخه سیاسي هوکړې له لارې شونی دی.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د دغه سازمان غړي، د مذاکرې لوري د تاوتریخوالی د کموالي په ګډون د اعتماد رامنځته کولو او د ښه نیت د دوام په هکله هڅوي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاویو د دغې کړنلارې د ځینو مادو په هکله اختلاف درلود او له همدې امله د څه باندې یوې اوونۍ له تېرېدو سره، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو کړنلاره وروستۍ شوې نه ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو په مرکچي پلاويو کې سرچینې وايي چې په نننۍ غونډه کې حتا که چېرې په کړنلاره کې اختلافونه له منځه ولاړ نه شي، د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو په اړه به کار پیل شي.
   
شریک یي کړئ