Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنه؛ ۷۵ سلنه پوښتل شويو کسانو له جمهوري نظامه ملاتړ کړی

د «آسیا ټولنې زړه» څېړنیز مرکز په تازه نظر پوښتنه کې چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې ترسره شوې ۸۵ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې باید د سولې، امنیت او د قانون د واکمنۍ مسایل لومړیتوب ولري.

په دغې نظر پوښتنه کې ۷۵ پوښتل شویو کسانو له جمهوریت نظام څخه ملاتړ کړی او څه باندې اوه سلنه نور بیا د امارتي نظام غوښتونکي دي. - دغه اوه سلنه هغه کسان دي چې ټر ډېره یې په مدرسو کې زده کړې کړې دي.

په دغه نظر پوښتنه کې د راتلونکي نظام، په راتلونکي نظام کې د ښځو د ونډې، د سولې د هوکړه لیک په عملي کولو کې د بهرنیو ځواکونو د رول او د اساسي قانون په تړاو هم پوښتل شوي دي.
 
په دې نظر پوښتنه کې ۳۲ سلنه پوښتل شویو کسانو د اساسي قانون له ساتلو ملاتړ کړی دی، خو ۲۱ سلنه نورو بیا ویلي دي چې په دې قانون کې باید بدلون راشي.

۷۴سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دي چې بهرني ځواکونه د سولې د هوکړه لیک په عملي کولو کې لازمه ونډه نه لري. خو ۳۶ سلنه نورو بیا د هغوی حضور یوه اړتیا  بللې ده.
 
په دې نظر پوښتنه کې د هېواد په ۳۱ولایتونو کې د څلور زرو او ۹۱۲ تنو ځوابونو ته ځای ورکړل شوی دی.

د سولې په دې نظر پوښتنه کې، د ځواب ورکوونکو له لوري بشري حقونه، بیارغونه او پراختیا، د ښځو حقونه، د بیان آزادي، د قانون واکمني، د واک د وېش زده کړه، اوسنی نظام، بین الافغاني مذاکرات او د لاسته راوړنو ساتل، د بین الافغاني مذاکراتو لومړیتوبونه بلل شوي دي.

په دغې نظر پوښتنه کې ۷۵ پوښتل شویو کسانو له جمهوریت نظام څخه ملاتړ کړی او څه باندې اوه سلنه نور بیا د امارتي نظام غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ