Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: کندوز کې د ملي پوځ هوايي برید کې ولسي وګړو ته زیان اوښتی

د کندوز ځايي چارواکي د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د ملي پوځ په هوايي برید کې د طالبانو سربېره، ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د والي ویاند عمصت الله مرادي په دغه برید کې د طالبانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه او د ټپيان ۱۵ تنه ښيي.

ښاغلي مرادي په دې اړ زیاته کړه:«له بده مرغه چې په دغه برید کې، ملکي کسان هم شهیدان او ټپيان شوي دي. د ځينو کورونه هم زیانمن شوي دي. کشفي ارګانونو ته دنده ورکړل شوې چې دغه پېښه په کره توګه وڅېړي.»

د کندوز اوسېدونکي وايي چې دغه برید تېره ورځ - شبنې له غرمې مخکې د خان اباد ولسوالۍ په نیک پی سیمه کې شوی دی.

د هغوی په وینا دغه برید پر هغو طالبانو شوی چې په دغه کلي کې ځای پر ځای وو.

د کندز د خان آباد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:«د الوتکې بم پر یوه ملکي کور لوېدلی او ټولو خلکو د اوبو سطلونه پورته کړل چې د کور اور مړ کړي. په همدې شېبه کې الوتکې د دویم ځل لپاره بمباري وکړه.»

د کندز د خان آباد ولسوالۍ بل اوسېدونکی هم څرګندوي:«د فیضاني مرکز یې وویشت. سپین ږیرو څو ځلې (طالبانو) ته ویلي وو دغه حویلۍ چې د قومندان یوسف وه، زموږ لپاره بې کاره کړي، بې کاره یې نه کړه او نن او سبا کړې دا دی وروستۍ پایله یې دا شوه ټول کلیوال یې در په دره او خاورې پر سر کړل او ټول یې تباه کړل.»

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ټینګار کوي چې د دغه برید موخه طالبان وو. خو وایي چې په دې پېښه کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې ادعا به هم وڅېړل شي.
 
بل خوا د هېواد په شمال ختیځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ښکېلو لوریو غواړي چې د دغه راز پېښو د تکرار مخه ونیسي.
 
په شمال ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید حفیظ الله فطرت وویل:«د دولت وسله وال مخالفان باید د ملکي کسانو کور د انساني ډال په توګه استفاده نه کړي او له دولت څخه هم زموږ تمه دا ده چې په دغو عملیاتو کې، د تفکیک، احتیاط او تناسب اصلونه رعایت کړي.»

کندوز په وروستيو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د جګړو شاهد دی.

د کندوز ډېری اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت له مرکز نه بهر ته ډېری غزېدلې لارې ناامني دي او د دولتي ځواکونو له لوري د دغو سیمو د بېرته نیولو غوښتنه کوي.

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې د ۳۰ طالبانو له وژل کېدو او د ۸ تنو له ټپي کېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې په دې برخه کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا به هم وڅېړي.

شریک یي کړئ