Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'طالبان داسې اقدام ونه کړي چې د افغانستان ملي یووالی زیانمن شي'

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې چې ارګ کې جوړه شوې وه له طالبانو وغوښتل داسې اقدام ونه کړي چې د افغانستان د خلکو ملي یووالی زیانمن کړي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې افغانستان سوله په ټولو قومونو، ټولو ګوندونو، د ټولو مذهبونو پيروانو، ټولو ولایتونو او ټولنیزو ډلو او د هېواد سیاسي ګوندونو پورې اړونده ده، یوې خاصې ډلې ته ځانګړې نه ده.

ښاغلی دانش په دوحه کې حنفي فقه د سولې خبرو اترې لپاره د مذهبي بنسټ ټاکلو لپاره د طالبانو د غوښتنې په غبرګون کې وايي:«د افغانستان د اهل تشیع له خوا او له طالبانو هیله کوو چې داسې اقدام ونه کړي چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د ملګرتیا، صمیمیت او ملي یووالي فضا زیانمنه کړي.»

ښاغلی دانش وايي چې ټولو قومونو او سترو تاریخي شخصیتونو لکه احمد شاه دراني او شاه امان الله خان ته درناوی ولري. 

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له ولسمشر سره بامیانو ته په خپل سفر کې د وینا پر مهال ویلي دي چې طالباني نظام د روح او محتوا له پلوه د سدوزیو او محمدزیو له  پاچاهۍ سره هېڅ توپېر نه لري.

نوموړي ویلي دي چې په سلطنتي نظام کې هم لکه امارت د یوې قبېلې کوچنۍ ډلې په میراثي ډول په استبداد او دیکتاتورۍ سره پر افغانستان حکومت وکړ.
 
د ولسمشر دویم مرستیال په دې اړه زیاته کړه:«په بامیانو کې د جمهوریت نظام او شاهي نظام د پرتلې په هکله زما له څرګندونو ځينو نور اخیستون کړی. موږ ټول کلتور او تاریخ او تاریخي شخصیتونو ته لکه احمدشاه او امان الله خان ته درناوی لرو او ټول باید درناوی ولري.»

ښاغلی دانش زیاتوي چې د حکومتونو او سیاسي نظامونو مشروعیت، د خلکو رایې، ټاکنې او د واک سوله ییز لېږد ټاکي چې د ده په وینا دا کار یوازې په جمهوریت سره د کېدو وړ دی.
 
ښاغلی دانش وايي:«که چېرې له مذاکراتو موخه دا وي چې له پيله زموږ د خلکو ترمنځ نفاق رامنځته شي او د دولت او خلکو لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راشي، په دې صورت کې دا مذاکرات د افغانستان په ګټه به نه وي.»

هغه زیاته کړه چې هېڅوک باید په دې هڅه کې نه وي چې خپل نظرونه پر بل لوري تحمیل کړي او د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی له صبره کار واخلي.

د ښاغلي دانش دا څرګندونې په جنجالي بحثونو بدلې شوي دي او په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا پر فېسبوک یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

 له دې منځه د هېواد دوو سیاستوالو عمرزاخیلوا او ګل آغا شیرزي پر خپلو فېسبوک پاڼو، د سرور دانش دا څرګندونې د تاریخ په تړاو منفي قضاوت د قومونو او لویو شخصیتونو ته سپکاوی بللی دی.

شریک یي کړئ