Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ تېرو دوو اونیو کې ۹۸ مُلکیان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت نن دوشنبې (د وږي په ۳۱مه) وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۳۲۸ تنه ولسي وګړی مړه او ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې له طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي د مذاکراتو له پیل سره هم مهاله، په ۲۴ ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی دی چې د دغو جګړو په پایله کې ۹۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«طالبانو په تېرو دوو اوونیو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې زموږ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده چې ډېری مرګ ژوبله په تخار او ننګرهار ولایتونو کې ولسي وګړو ته اوښتې ده.»

خو طالبان دغه څرګندونې ناسمې بولي.

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې په منځنۍ کچه په یوه شپه او ورځ کې کابو ۳۰ دولتي ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا د شمېرو  پر بنسټ یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې څه باندې۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي. چې له دې منځه ۱۱دولتي سرتېري د کندهار په تخته پل او معروف ولسوالیو کې، ۸ دولتي سرتېري د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې، ۹ تنه سرتېري په تخار ولایت کې، او د ملي امنیت ۵ سرتېري په بلخ او ۲۰ نور دولتي سرتېري په میدان وردګو کې وژل شوي دي.
    
بلخوا بیا د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریف زوی داسې وايي:«په دغو بریدونو کې د طالبانو د قومندانانو او سرګروپانو په ګډون ۲۶ تنه وژل شوي دي.»
          
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی هم زیاتوي:«په تخته پل ولسوالۍ کې د دولت درې وسله وال مخالفین ووژل شول او په معروف ولسوالۍ کې هم مرګ ژوبله لري چې تراوسه د هغه کره شمېر معلوم نه دی.»
         
د کاپیسا د والي ویاند شایق شورش هم څرګندوي:«طالبان په تګاب ولسوالۍ کې له څلورو خواوو د امنیتي ځواکونو پرپوستو بریدونه وکړل چې د شپې له ۱۲:۳۰ دقیقو د سهار تر شپږو بجو بریدونو یې دوام درلود.»
 
په داسې حال کې چې له یوې خوا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې دوام لري، خو بل خوا په  لږ تر لږه څلرویشتو ولایتونو کې جګړه روانه ده.

 کندوز یو له هغو ولایتونو دی چې د تېرو دوو اوونیو جګړو په کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی د بې ځایه کېدو لامل شوی دی.
 
د کندوز له خان آباد ولسوالۍ نه بې ځایه شوی وايي:«زه د خان اباد ولسوالۍ یم او له طالبانو غواړم چې نور د وینې له تویولو لاس واخلي؛ ځکه چې زموږ سرګرداني خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ددغو تاوتریخوالو زیاتېدل خواشینوونکي بولي او له دواړو لورو نه د پاموړ تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي .

پخوانی پوځي جاوېد کوهستانی وايي:«په خبرو اترو کې د امتیاز د ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی زیاتوي چې له دې کار سره خپل ځواکمنتیا څرګنده کړي.»

اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د ملکیانو پر مرګ ژوبلې په ژوره توګه اندېښمنه ده او له طالبانو غواړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

بلخوا د شمېرو  پر بنسټ یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې څه باندې۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ