Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

څېړنه: د سولې بهیر کې د ښځو ونډه ننداریزه ده

د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې په یوه څېړنه کې د افغان حکومت د سولې په هڅو کې د ښځو ونډه ننداریزه ګڼي.
 
دغه بنسټ د سولې په خبرو کې د مېرمنو پر حیاتي ګډون له ټینګار سره، له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې په بهیر کې د ښځو له معنادار او اغېزمن ګډون څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې په دغې مطالعه کې راغلي دي چې د سولې خبرو لپاره د حکومت د خبرو اترو په ډله کې د ښځو شتون باید لږتر لږه ۳۳ سلنه وي، او د دې تر څنګ مېرمنې باید د پخلاینې په عالي شورا کې د مشرتابه په کچه شتون ولري.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې د مرکز په دې مطالعه کې هغه موندنې راخېستل شوي دي چې په کابل، بامیان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې له ۷۷ ښځو او سړیو سره له خبرو تر لاسه شوي دي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې د مرکز موندنې د سولې له نړیوالې ورځې سره همهاله په داسې وضعیت کې خپرېږي چې قطر د افغانستان د سولې د مذاکراتو کوربه دی.
 
د افغانستان د څېړنې او ارزونې د مرکز رییس اورزلا اشرف وویل:«د افغان حکومت یا د افغانستان اسلامي جمهوریت د اسلامي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې دي چې د جګړې لپاره یوه سوله ییزه حل لاره پيدا شي. دا زموږ ټولو هیله ده چې د روان تاوتریخوالي پای ووینو.»

په دې مطالعه د سولې په هڅو کې د ګډون لپاره د ښځو پر وړاندې پر محدودیتونو سربېره، هغه اقدامات چې په دې برخه کې په خپله د ښځو له لوري شوي دي هم څېړل شوي دي.

د سولې په تړاو د لومړني پوهاوي ورکړه، د دولت ضد عناصرو سره په مستقیمو خبرو کې ګډون، د سولې لپاره د نا دولتي ځایي شوراګانو جوړېدل او د سولې او شخړې د حل په هڅو کې حضور هغه مسایل دي چې د دې مطالعې له مخې ښځو په خپله ترسره کړي دي.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د برخې استازې اټیلا مېلر وايي:«ښځې د خپلو لاسته راړنو په تړاو ډاډمنې نه دي. لکه څنګه چې د بین الافغاني سولې له بهیر سره مخته ځوو، هغه څه چې مهم دي، دا دي چې سوله او د ښځو حقونه له یو بل سره په مخالفت کې دي.»

ټولنیز تاوتریخوالي، عقیدتي مسایل او ناوړه دودونه هغه خنډونه دي چې د دې مطالعې له مخې په افغانستان کې د سولې په هڅو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې پراته دي.

د مطالعې ترسره کوونکي دولت ته وړاندیز کوي چې د سولې په مرکچي پلاوي کې د ښځو حضور زیات کړي او دغه راز د روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه په کچه هم ښځې وګوماري.
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي حرګندوي:«ټول ګډون غوښته، ټولو عدالت غوښته، ټولو غواړي هغه څه چې زموږ نننۍ لاسته راوړنې او شته دي باید له لاسه ولاړ نه شي بلکې موږ یو پراخ ګام پورته کړو.»

د افغانستان د څېړنې او ارزونې مرکز د سولې په هڅو کې د  ټولو ښځو پر ګډ کار ټینګار کوي او دغه راز د مدني ټولنې له بنسټونو غواړي چې د ښځو د غږ له اورېدو او د سولې بهیر کې یې د حقونو له په پام کې نیولو ملاتړ وکړي.

د نړیوالې ټولنې دا بنسټ هم وایي چې د سولې په بهیر کې د ښځو رول باید ننداریز نه وي، بلکې په دې بهیر کې باید د هغوی ګډون اغېزناک وي او په خپله باید په دې برخه کې د پرېکړې کولو واک ولري.

شریک یي کړئ