Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني: سولې ته رسېدل یوازې له سیاسي حل لارې شوني دي

ولسمشر غني نن دوشنبې (د وږي په ۳۱مه) په هغو مراسمو کې چې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ارګ کې جوړ شوي وو، وویل چې سولې ته رسېدل یوازې له سیاسي لارې شونې دي او ټینکار کوي چې حکومت د څلوېښت کلنې جګړې د پای لپاره کار کوي.

په دغو مراسمو کې ولسمشر غني همدارنګه له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي.

ښاغلی غني ټینګار کوي چې حکومت سولې ته تر رسېدو وروسته پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.

ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«د بریا په سبا څه کوئ؟ لږ تر لږه د ۶۰ زره تر ۱۲۰ زرو ترمنځ طالب جنګیالیي باید راغونډ کړې او موږ ورته طرحه لرو او چمتووالی لرو او باید څلور تر شپږ مېلیونه کډوال باید د دغه هېواد په غېږه کې جذب کړو.» 

بل خوا ولسمشر غني له طالبانو غواړي چې د څلوېښت کلنې میراثي جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي او د افغانانو پر برخلیک سرلوبې کول پای ته ورسوي.

ښاغلي غني څرګنده کړه:«په مذاکراتو کې دې څوک لاسوهنه نه کوي زموږ له پلاوي دې بشپړ ملاتړ وشي چې له ځواک سره د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه استازیتوب وکړي. دا د تلسي سریال داستان نه دی (موخه یې هغه هندي سریال دی چې کلونه کلونه په کورنیو ټلوېزیونونو کې خپور شو) بلکې د افغان ملت داستان دی، نو اړتیا ده چې دغه ټول مسایل تعقیب کړو.»
 
خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس د سولې د مذاکراتو د احتمالي ماتې پایلو ته اندېښمن دی.
                 
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د سولې د ټینګښت لپاره اتحاد او یووالی خوندي کړو. که چېرې په دې لار کې موکه زموږ له لاسه ووځي او که چېرې د واقعي سولې امکان هم شتون ولري، خدای مه کړه موږ د سولې موکه له لاسه ورنه کړو که چېرې مقابل لوري نه وي غوښتي چې خدای مه کړه سوله وکړي؛ بیا هم زموږ د خلکو ستونزې زیاتېږي.»

له اندېښنو او د هېواد په ځینو برخو کې له تاوتریخوالو سره هم مهاله هېوادوال تمه لري چې د سولې د مذاکراتو پایلې په هېواد کې د یوې دایمي سولې لامل شي.

ولسمشر غني له طالبانو غواړي چې د څلوېښت کلنې میراثي جګړې د پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي او د افغانانو پر برخلیک سرلوبې کول پای ته ورسوي.

شریک یي کړئ