Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټرمپ پخوانی سلاکار: افغانستان کې به د سولې بهیر ناکامه شي

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار خبرداری ورکړی چې د افغان سولې بهیر به ناکام شي.

اچ ار مک‌مسټر له "یو ایس ټوډی" ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي، د امریکا په ملاتړ د افغان سولې بهیر به ناکام شي ځکه چې په وینا یې پر امریکا د سپټمبر د ۱۱ برید په شان د برید خطر زیات دی.

مک‌مسټر وایي، موږ داسې اسانتیا برابره کړه چې طالبان وکړای شي د سولې ملګري شي، خو په حقیقت کې هغوی یعنې طالبان اسلامي خلافت غواړي او دا اسلامي خلافت د خپل نفوذ لپاره د یوه بنسټ په توګه کاروي.

هغه مخکې له دې ویلي وو چې ترمپ له طالبانو سره یو لاس شوی او د افغانستان ضد سیاست یې خپل کړی.

هغه له سي بي اس رسنۍ سره خبرو کې د افغانستان په تړاو د ټرمپ سیاست غیرعاقلانه بللی دی.

مک ماسټر همداراز څرګنده کړې ده چې مریکا باید یوې دایمي ژمنې سره د افغانستان حکومت او افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړي.

اچ ار مک‌مسټر نېږدې یو کال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و او بیا ټرمپ سره د اختلاف له کبله له دندې ګوښه شو.

اچ ار مک‌مسټر په وینا پر امریکا د سپټمبر د ۱۱ برید په شان د برید خطر زیات دی.

شریک یي کړئ