Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د م.م سازمان غړو ته د ولسمشر خطاب؛ اوربند زموږ لومړیتوب دی

ولسمشر غني، د ملګرو ملتونو د رامنځته کېدو ۷۵ مې کالیزې انلاین غونډه کې وویل د افغانستان خلک په یو وخت کې بېلابېلو ننګونو سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې چې هېواد کې اوربند زموږ لومړيتوب دی.

ده وړاندې وویل:«که څه هم چې موږ افغانستان کې د ناورین له څو عواملو سره هم مهاله مخامخ یوو، خو اوربند زموږ لپاره یو روښانه او فوري لومړيتوب دی. د تاوتریخوالي پایته رسېدل له هرڅه ډېر پرمختګ لپاره زمینه برابروي.»

ولسمشر غني زیاته کړه، د جګړې ژر بندېدل تر بل هر د افغانستان خلکو ته د پرمختګ موکه برابروي.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو سازمان له غړو وغوښتل چې د افغانستان خلکو سره مرسته وکړي څو هېواد یې متحد او ډیموکراټیک وي، داسې هېواد چې په د ولسمشر په وینا، د ۱۹ کلو لاسته راوړنې وساتلی شي.

نوموړي د افغانستان جیوپولتیک موقعیت په تړاو څرګنده کړه:«افغانستان داسې هېواد دی چې د اسیا په زړه کې پروت دی، د داسې پوتانسیل منځ کې چې نه دی کارول شوی او که وکارول شي نو د سیمې د هوساینې لامل کیږي.»

ښاغلي غني وړاندې وویل:«هغه ملګري ملتونه چې ټول ورته اړتیا لرو، داسې سازمان دی چې اقتدار او وړتیا ولري او د د دغه بنسټ د منشور موخو ته د رسېدو په موخه پانګې ولري او ژمن ووسي.»

ولسمشرغني په داسې حال کې هېواد کې پر اوربند ټینګار کوي چې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د تماس ډلې د لسو ورځو راهیسې د سولې اصلي خبرو پیل لپاره سره ناندرې کوي.

خو هېواد کې د تاوتریخوالي دوام:

که څه هم  چې د  افغانستان حکومت په وار وار د طالبانو له ډلې هېواد کې د اوربند یا د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده، خو لیدل کیږي چې دغه غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوي او ترڅنګ یې نه یوازې چې د تاوتریخوالي کچه نه ده راټيټه شوې، بلکې د ملکي مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې ۳۲۸ تنه ولسي وګړی مړه او ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ټينګار کوي چې له طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي د مذاکراتو له پیل سره هم مهاله، په ۲۴ ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی دی چې د دغو جګړو په پایله کې ۹۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو طالبان دغه څرګندونې ناسمې بولي.

یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې په منځنۍ کچه په یوه شپه او ورځ کې کابو ۳۰ دولتي ځواکونه د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

بلخوا د شمېرو  پر بنسټ یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې څه باندې۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي دي.

•             ۱۱ افغان سرتېري د کندهار په معروف او تخته پل ولسوالیو کې

•             ۸ افغان سرتېري  د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې

•             ۹ تنه افغان سرتېري تخار کې

•             ۵ تنه د ملي امنیت سرتېري بلخ کې

•             او ۲۰ تنه هم میدان وردګو کې وژل شوي دي

    په داسې حال کې چې له یوې خوا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خبرې دوام لري، خو بل خوا په  لږ تر لږه څلرویشتو ولایتونو کې جګړه روانه ده.

 کندوز یو له هغو ولایتونو دی چې د تېرو دوو اوونیو جګړو په کې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی د بې ځایه کېدو لامل شوی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي ددغو تاوتریخوالو زیاتېدل خواشینوونکي بولي او له دواړو لورو نه د پاموړ تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کوي .

اروپايي ټولنه د تاوتریخوالي پر زیاتېدو او د ملکیانو پر مرګ ژوبلې په ژوره توګه اندېښمنه ده او له طالبانو غواړي چې اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د تېرو ۱۹ کالو د لاسته رواړونې ساتنه کې د مرستې غوښتنه وکړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه