Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مذاکرات؛ حکومت او طالبان یو بل د تاوتریخوالي پر زیاتوالي تورن وي

د سولې خبرو اترو سره هم مهاله طالبان او حکومت یو بل د سترو عملیاتو او د تاوتریخوالي پر زیاتوالي تورن وي.

په دوحه کې د سولې مذاکرات ساړه خو په هېواد کې د جګړې ډګرونه ګرم دي. خو طالبان او افغان حکومت بیا یو بل د جګړې د ډګرونو په ګرمولو او د تاوتریخوالي په زیاتوالي تورنوي.
        
افغان حکومت وايي طالبانو په تېرو ۶ مېاشتو کې نږدې ۷ زره بریدونه کړي، چې له امله يي ۳۵۰۰ ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل:«د روان کال د ورِي میاشتې له لومړۍ نېټې د وږي تر ۳۰ نېټې طالبانو کابو ۷۰۰۰ یرغلي خوځښتونه ترسره کړي دي چې د هغه له امله کابو ۳۵۰۰ تنه مُلکي هېوادوال شهید او ټپيان شوي دي.»

بل خوا طالبانو د یادو څرګندونو په ردولو سره وايي چې د حکومت له لورې په ۹ ولایتونو کې ستر عملیات په لاره اچول شوي دي.

طالبان همدارنګه د تاوتریخوالي زیاتېدل د هېواد په نهو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پراخو عملیاتو پورې تړاو لري. خو ملي دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.
      
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی څرګندوي:«طالب ډلې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او افغان امنیتي او دفاعي ځوکونه د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه بریدونه دفع کړي دي.»

نه یوازې دا چې همدا اوس د هېواد په څلرویشتو ولایتونو کې جګړه او تاوتریخوالی روان دی، بلکې په وروستیو دوو شپو ورځو کې پنجشیر او بامیان ولایتونه هم چې د هېواد له تر ټولو امنو ولایتونو ګڼل کېږي د جګړو او تاوتریخوالي شاهدان دي.

د پنجشیر د والي ویاند منصور عنابي وویل:«نن سهار د طالبانو یوې شپږ کسیزې ډلې په عنابه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې د خلکو له دفاع سره مخامخ شول.»
            
پخوانی پوځي داوود امین هم وايي:«د دې لپاره چې ځان د مذاکرې په مېز کې پياوړ وښيي حتا پر تر ټولو امنو بامیان او پنجشېر ولایتونو برید کړی دی.» 

 خو آیا په هېواد کې د جګړو له امله د خلکو کریغې او سوې آهونه تر دوحې او د مذاکراتو تر مېزه رسېږي؟
        
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی فاروق مجروح څرګندوي:«دا مصیبتونه موږ له ځان او زړه سره لمس کوو له همدې امله هڅه کوو چې یو داسې هوکړه ترلاسه کړو چې د افغانستان د ملت خیر په کې وي.»
         
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب هم وايي:«د تاوتریخوالي دوام په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی او له همدې امله دی چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي لومړیتوب اوربند دی.»

په هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړو زیاتوالي نه یوازې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته کړې ده، بلکې امنیتي چارواکي مني چې په یوې شپې ورځ کې په منځنۍ توګه ۳۰ افغان سرتېري هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت هم د دولتي ځواکونو د مرک ژوبلې زیاتوالی مني.

بامیان او پنجشیر چې د هېواد امن ولایتونه بلل کېږي له تېرو دوه ورځو راهیسې د طالبانو د بریدونو شاهد پاتې شوي دي.

شریک یي کړئ