د ملکي هوایي چلند اداره وايي چې افغانستان به تر دوو یا څلورو کلونو وروسته د بهرني سلاکارانو او کارپوهانو له مرستې پرته د خپل هوايي حریم بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
اوس مهال د هېواد هوايي حریم د کنټرول په مرکز کې له ۶۰ کارکوونکو څخه شاوخوا ۴۵ يي بهرنیان دي.
د ملکي هوایی چلند ادارې د هوايي ترافیک رییس وايي اوس مهال یوازې څلور افغان ښوونکي په یاد مرکز کې کار کوي او د هېواد هوایي حریم د کنټرول لپاره لا ډېرو ظرفیتونو ته اړتیا لري.
د ملکي هوايي چند د هوايي ټرافیکو رییس غلام معصوم معصومي وايي:«د ملکي هوايي چلند ادارې ځینې کارکوونکو روزنه ولیده چې کابو ۴۰، ۴۵ بهرنيان پاتې دي چې د مُلکي هوايي چلند له کارکوونکو سره کارونه مخته یوسي.»
د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې دغه قراردادي شرکت ته په میاشت کې یو مېلیون ډالر ورکول کېږي او په دې اداره کې افغان کارکوونکي د امریکايي کارپوهانو او سلاکارانو تر نظر لاندې خپل کارونه مخته وړي.
د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس قاسم وفايي زاده څرګندوي:«زموږ پرېکړه دا ده چې د دغه تړون له پای ته رسېدو سره موږ د هغوی مشورتي ملاتړ ته نه لرو او تر هغه وخته د افغانستان د هوايي ټرافیکو د کنټرول په برخه کې لازم ظرفیتونه رامنځته کوو.»
د ملکي هوايي چلند د ادارې د هوايي ټرافیکو رییس وایي چې افغانستان د فضايي حریم د بشپړ کنټرول لپاره نورو ظرفیتونو ته اړتیا لري او اوس مهال د هېواد د هوایي حریم د کنټرول په مرکز کې یوازې څلور افغان روزونکي کار کوي.
قرار دادي کس وايي:«زه فکر کوم چې افغان کنټرولوونکي د دغه مرکز لپاره ښه پانګه ده. یقناً چې هغوی د دغو تاسیساتو راتلونکي دي چې په خپله خپل کارونه مخته یوسي.»
ټولې ملکي او پوځي الوتنې د افغانستان د هواي حریم د کنټرول د ادارې تر څارنې لاندې د افغانستان له فضا تېرېږي، حکومت درې کاله وړاندې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو راداری نصب کړ چې د افغانستان په فضا کې د الوتکو خوندیتوب تامین کړي.