Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: پایلې ته د سولې خبرو نه رسېدل حالت ټکنی کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي چې د سولې خبرو نه پایلې ته رسېدل به افغانان لا هم وزوروي.

ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د ملي امنیت د اصلاحاتو فرعي کمېټې ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه، که د سولې خبرې بې پایلې شي، نو د افغانستان حالت به له دې هم خرابه شي.

خلیلزاد وايي چې امریکا متحده ایالاتونه اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ زیږدیز کال حالت تکرار شي، خو زیاتوي چې امریکا د ښځو او اقلیتونو د حقونو له خوندیتوبه ملاتړ کوي، او پای کې به افغانان خپل هېواد به واک کې ولري.

خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل له دغه هېواد سره د امریکا د پرېکوڼ په مانا نه ده او اوس د امریکايي سرتېرو مسوولیت له خپل ځانه ساتنه ده.

دی دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو په اداره کې بولي، خو څرګندوي چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د دغو خبرو پایلو سره تړاو لري.

هغه همداراز هېواد کې د کړکېچ هوارۍ لپاره پر سوله ییزې حل لارې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکرات څاري.

د امریکا استازي همداراز ویلي چې افغانان باید خپله افغانستان کې د سولې راتګ لپاره هڅه وکړه او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو یو لامل له نورو سره د یادې ډلې نه  جوړجاړی وو.

نوموړي همداراز ویلي:«‎‎په خواشینۍ سره چې افغان مشرانو د شوروي د لښکرو له وتلو وروسته مسوولانه چلن و نه کړی او کورنۍ جګړه پیل شوه. خو د خلیلزاد په وینا اوس امریکا افغانستان سره مرسته کوي، چې له دې تاریخي موکې ګټه پورته کړي او او هغه څه چې په نوي یمه لسیزه کې تېر شوي، مخنیوی یې وشي.»

زلمی خلیلزاد وایي، امریکا د طالبانو د بري دریځ نه مني او که مذاکرات بې نتیجې شول، نو وضعیت به ټکنی شي.

د خلیلزاد په وینا، د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو د حقونو ساتل ضرور دي او د افغانستان لپاره د امریکا پر سیاست اغېز کولی شي.

دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته ځواب ورکوي.

شریک یي کړئ