Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مرکچي پلاویو د تماس ډلو ګډې ناستې له سره پیل کړې

د افغانستان د سولې مرکچي ډلو د اړیکو کمیټو خپلې ناستې له سره پیل کړې. دغو ډلو چهارشنبې(د تلې په ۲مه نېټه) سهار او ماسپیښین دوې ناستې کړې دي.

د دې غونډو موخه دا وه چې د کړنلارې په اختلافي ټکو خبرې وشوې. د سهارنۍ غونډې په اړه د سرچینو معلومات دادي، چې پام وړ نتیجه یې نه لرله، او د ماسپښین غونډې د جزییاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

‎د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی، عطاالله لودین وايي:«پر ۱۸ مواردو هوکړه شوې ده او دوې نورې مادې دې چې زموږ  ډلې پرې بحث وکړ او تقریبآ نظریات نېږدې شوې دي او دا چې یوې وروستۍ هوکړې ته ورسیږو او وروسته د اجندا په لور لاړ شو، لا وروستۍ شوې نه ده.»

د پلاوي بل غړی، خالد نور زیاتوي:«نن د دواړو لورو ناستې دوام درلود. زموږ هڅه دا ده چې یوې دوو ورځو کې یو پرمختګ ولرو. او د طرزالعمل او ناستو ترسره کېدو په تړاو هوکړې ته ورسیږو.»

په همدې حال کې دوحه کې سرچینې وايي چې د تماس لومړۍ ناسته کې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

خو د دوهمې ناستې پایله نه ده مالومه.

بل لوري، په پام کې ده چې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پر افغان سولې د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سې شنبې ویلي چې د سولې خبرو نه پایلې ته رسېدل به افغانان لا هم وزوروي.

ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د ملي امنیت د اصلاحاتو فرعي کمېټې ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه، که د سولې خبرې بې پایلې شي، نو د افغانستان حالت به له دې هم خرابه شي.

خلیلزاد وايي چې امریکا متحده ایالاتونه اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ زیږدیز کال حالت تکرار شي، خو زیاتوي چې امریکا د ښځو او اقلیتونو د حقونو له خوندیتوبه ملاتړ کوي، او پای کې به افغانان خپل هېواد به واک کې ولري.

خلیلزاد له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل له دغه هېواد سره د امریکا د پرېکوڼ په مانا نه ده او اوس د امریکايي سرتېرو مسوولیت له خپل ځانه ساتنه ده.

دی دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو په اداره کې بولي، خو څرګندوي چې له افغانستان سره د امریکا مرستې د دغو خبرو پایلو سره تړاو لري.

هغه همداراز هېواد کې د کړکېچ هوارۍ لپاره پر سوله ییزې حل لارې ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې واشنګټن د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکرات څاري.

د سهارنۍ غونډې په اړه د سرچینو معلومات دادي، چې پام وړ نتیجه یې نه لرله

شریک یي کړئ