Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کانکور ازموینې پایلې؛ له کابله شمسیې لومړۍ ځای خپل کړ

هېواد کې ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د کانکور ازموینې پایلې نن(پنجشنبې د تلې په ۳مه نېټه) اعلان شوې چې د شمسیې په نامه یوې جلۍ له کابله د هېواد په کچه لومړۍ ځای خپل کړی.

شمسیې ۳۵۳، ۱۸۵ نمرې اخیستې دي او د کابل طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

د ازموینې اعلان غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، عباس بصیر هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د ډېرو زده کوونکو د جذب ظرفیت د لوړولو وویل او زیاته یې کړه:«‎موږ د لوړو زده کړو ۱۰ سلنه متقاضیانو څخه ډېر نشو جذبولی. اړینه ده چې د ډېرو محصلینو جذب لپاره پانګونې زیاتې کړو.»

ښاغلي بصیر زیاته کړه:«هېواد کې د لوړو زده کړو کمیت لوړولو ترڅنګ، د کیفیت لوړولو ته هم اړتیا ده.»

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کانکور فارغانو ته د بورسیو د ورکړې خبره هم وکړه او زیاته یې کړه:« عباس بصیر: ۱۲۲ بورسیې د هغو کسانو لپاره چې لومړۍ تر ۲۰م ځایه پورې یې د هېواد په کچه نمرې یې اخیستې دي او همداراز د ولایتونو په کچه هغو کسانو ته چې د ولایت په کچه یې له لومړۍ نمبرې تر دریم ځای نمرې خپلې کړې وي، په پام کې نیولي دي.»

د سږ کال کانکور ازموینه د دوهم تر نهم نمرې پایلې:

کابل ـ نعمت‌الله، محفوظ‌الله زوی ـ ۳۵۳،۱۳۳ نمرو سره دوهم ځای خپل  کړی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی

کابل ـ محمد مجتبی، خادم حسین زوی ـ ۳۵۰، ۰۶۱ نمرو سره دریم ځای خپل  کړی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی

بدخشان ـ توریالی د سید کریم زوی د ۳۴۹، ۸۶۷ نمرو سره د کابل طب پونځي ته لار موندلې ده

کابل ـ احمدفواد، د احمدرحیم زوی ـ ۳۴۹،۷۳۵ نمرو سره د کابل انجینیري پوهنځي ته بریالی شوی

غور ـ زین‌العابدین د بادار زوی له  ۳۴۸.۵۷۱ نمرو سره د هرات طب پوهنځي ته لار موندلې ده

کابل ـ احمد وثیق د احمدقسیم زوی له ۳۴۸.۳۳۶ نمرو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی

کابل ـ نصیحه د رحیم‌داد لور له  ۳۴۸.۳۰۱ نمرو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده

غورـ وثیق د خیرمحمد زوی له ۳۴۸.۱۰۴ نمرو سره د کابل کمپيوتر سانیس پوهنځي ته بریالی شوی

هرات ـ فضل احمد د گُل آقا زوی له ۳۴۸.۱۶ نمرو سره د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی

په همدې حال کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي چې هېواد کې د لوړو زده کړو د متقاضیانو له لسو سلنې د ډېرو د جذبولو ظرفیت نشته

شریک یي کړئ