Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره جګړه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان وژل شوی

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن (شنبې، د تلې پر ۵مه) وویل چې د غازي په نامه د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار د اتمې ناحیه په دو ابه یفتل سیمه کې، د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

هغه زیاته کړه چې څلور تنه طالبان هم په دغې نښته کې وژل شوي دي او د ولسي پاڅون کوونکو پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو ډله ییز برید د امنیتي ځواکونو له خوا په شا تمبول شوی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.   

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي چې طالبانو تېره شپه ناوخته د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار د اتمې ناحیه په دو ابه یفتل سیمه کې، د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو برید وکړ

شریک یي کړئ