د غزني، زابل او سمنګان ولایتونو ځايي چارواکي وايي چې ۳۵ تنه طالبان په دغو ولایتونو کې له امنیتي ځواکونو په نښته کې وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د غزني ولایت ځايي چارواکي وايي چې طالبانو تېره ورځ ۴ د دغه ولایت د اب بند ولسوالۍ به لنده خېلو سیمې برید کړی دی؛ خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې، د هغوی شپږ تنه وژل شوي او پنځه تنه نور یې ټپيان شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې په دغې نښته کې، درې موټرسایکلونه او دوه دانې د شپې لید دوربینونه له طالبانو څخه د امنیتي ځواکونو لاسونو ته ورغلي دي.
بلخوا د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د حکومت ۱۵ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، دغه هوايي برید د دغه ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوی دی او په هغه کې د طالبانو یو اندازه وسلې او لېږدونکي وسایط هم له منځه تللي دي.
ورته مهال د سمنګان ولایت امنیتي چارواکي هم وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د برید په پایله کې ۱۴ تنه طالبان وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپيان دي.
د دغه ولایت ځايي چارواکي زیاتوي چې د طالبانو برید په شاتمبول شوی او طالبانو له درنې مرګ ژوبلې وروسته له سیمې تېښته کړې ده.
چارواکي زیاتوي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د طالبانو څو تنه قومندانان هم شامل دي.
خو چارواکو د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.
بلخوا طالبانو هم د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.