Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت: طالبانو تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۴ ولایتونو کې بریدونه کړي

په داسې حال کې چې طالبان وايي د جګړې په ډګرونو کې په دفاعي حالت کې دي، خو افغان حکومت وايي چې طالب ډلې په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې یرعلي بریدونه او د امنیت ضد خوځښتونه لرلي دي.

په دوحه کې د سولې د رسمي مذاکراتو د پېلېدو له هڅو سره همهاله، دواړه لوري په هېواد کې یو بل د جګړې په ډګرونو کې د تاوتریخوالي او جګړو پر زیاتوالي تورنوي.

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی ملا خیرالله خیرخواه وایي چې افغان حکومت د تاوتریخوالي د کچې له لوړوالي سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور خوندي کړي.

ښاغلي خیرخواه په دې اړه زیاته کړه:«غواړي چې د خپلې ادارې د دوام لپاره زمینه برابره کړي او یا دا چې وښيي چې بهرنیان ونه وځي او وضعیت خراب څرګند کړي.»
           
خو د هېواد امنیتي او دفاعي چارواکي وایي چې یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې طالبانو په ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، هرات، فراه، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، هلمند، کندوز، بدخشان او بغلان هغه ولایتونه دي چې طالبانو په کې د امنیت ضد خوزښتونه لرلي دي.
                   
بلخوا د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي:«له بده مرغه طالبانو د سولې او د افغانستان  خلکو د غوښتنې او سولې بهیر پر خلاف، تاوتریخوالي یې په لوړه کچه کې ساتلي او هره ورځ پر خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.»

ورته مهال طالبان وايي چې د دې ډلې جنګیالي په دفاعي حالت کې دي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سلام حنفي په دې اړه وویل:«په ځینو ځایونو کې جګړې زور هم اخیستی، په عمومي دوګه د افغانستان اسلامي امارت له خوا دفاعي حیثیت لري.»    

د بغلان امنیه قومندان محمد ویس صمیمي وايي چې نن سهار امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې له طالبانو سره ښکېل شول او زیاتوي چې:«طالبانو خپل بریدونه زیات کړي، خو دوی ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د پاکستان د لومړي وزیر په یوې مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ته یې لیکلې ده، په افغانستان کې د سولې تر ټينګښت مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په بیړه وتل یو ناعقلانه کار بللی دی.
                 
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي:«ما په تېرو دوو لسیزو کې تل ټینګار کړی دی چې د افغانستان شخړه پوځي حل لاره نه لري، حل لاره یوازې داسې سیاسي هوکړه وه او ده چې د افغانستان ټول سیاسي لوبغاړی په کې شامل وي.»

پخواني ولسمشر حامدکرزي هم له اسوشیټيډ پرس خبري آژانس سره په یوه مرکه کې سولې ته تر رسېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو د رول پر دوام او د نجونو د زده کړو د بهیر پر دوام ټینګار کړی دی.

ښاغلي کرزي ویلي:«کله چې په افغانستان کې سوله وشي، باید ډاډه شو چې ښوونیز بهیر به ان لا پیاوړی دوام ومومي او په ټول هېواد کې افغان نجونې باید په لا ډېرو هڅو سره ښوونځيو ته ولاړې شي. پر دې ټکي هم باید ټینګار وشي چې نجونې او هلکان دي باید یو ځای ښوونځي ته ولاړ شي، باید ډاډ تر لاسه کړو چې زموږ ښځې زموږ د ټولنې د کلتور او ارزښتونو له مخې خپل ځای ولري، هغوی د ټولنې یوه برخه ده او باید له موږ سره یو ځای مخته ولاړې شي.»

په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړې او تاوتریخوالي تر ډېره خلکو ته مرګ ژوبله اوړي؛ اوس مهال په دوحه کې د سولې مذاکرات د افغانانو لپاره د جګړې او تاوتریخوالو د پای ته رسېدو یوازینۍ هیله ده.

له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دفاع وزارت چمتووالی

ملي دفاع وزارت وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په هېواد کې له هر ګواښ سره د مقابلې او مخامخ کېدو لپاره چمتو دی، خو له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي.

د لوی درستیز مرستیال اقبال علي نادري د ملي پوځ د زر تنو تازه دمو سرتېرو په فراغتغونډه کې وايي چې ملي پوځ به د افغانستان د خلکو لپاره د عزتمنې سولې ساتونکي وي.

هغه زیاته کړه:«موږ د ملي پوځ سرتېري به د افغانستان د خلکو له امنیت سره د ملې او عزتمنې سولې ساتونکي وو.»
       
پوځ سرتېری عطاالله وايي:«موږ له دې وروسته د جګړې ډګرونو ته ځو، او ولایتونو ته ځو او که چېرې دوښمن له جګړې لاس وانه خلي، د هغوی په وړاندې جنګېږو.»

په داسې حال کې د ملي اردو پر ځواکونو زر تنه نوې سرتېري ورزیاتېږي چې ویل کېږي د دغو ځواکونو تقریبې شمېر ۱۸۰ زره تنو ته رسېږي.

شریک یي کړئ