Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاپيسا کې پر دوو ‌مېرمنو د جنسي تېري ۷ تنه عاملان ونیول شول

د کاپيسا ولایت د ښځو چارو رییسې شکیبا سیفي نن (یکشنبې د تلې په  ۶مه) وویل چې دوه شپې مخکې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په دویمې حصه کې ۱۱ تنو پر دوه نجونو ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

شکیبا سیفي زیاته کړه چې د امنیتي ننګونو له امله، تراوسه نه ده توانېدلې چې د پېښې سیمې ته ولاړه شي.

د کاپیسا د ښځو چارو ریاست د شمېرو پربنسټ د روان کال له پيله تراوسه په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰ پېښې رامنتځه شوې دي.

د ښځو وژنه، وهل ټکول او جنسي تېری د دغو تاوتریخوالي د اندېښنې وړ موردونه دي.

په همدې حال کې، د دغه ډله ییز تېري دوه قربانیانې هم په کاپیسا کې د پولیسو تر څار لاندې دي.

د کاپیسا پولیس د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې تراوسه د دغې پېښې اوه تنه عاملین نیول شوي دي او له هغوی پلټنې روانې دي.

د کاپيسا د پولیسو ویاند شایق شورش وویل:«د جنسي تېري د تور په تړاو موږ توانېدلي یوو چې ۷ تنه ونیسو او زموږ پلټنې روانې دي.»
 
دغه دوه قرباني شوې مېرمنې، د مېلې لپاره له کابل ولایت څخه کابیسا ته تللې وې.

یوه له دغو مېرمنو په یوې وېډيو کې ادعا کوي چې د ولسي جرګې د غړې خدیجې الهام ساتونکو پرې جنسي تېری کړی دی.

دغه مېرمن زیاتوي:«پر پنځو تنو یې زه پوه شوم چې تېری یې وکړ، پر نورو یې پوه نه شوم ځکه چې حالت مې ډېر خراب و. په همدې ډول یو یو کوټې ته راتلل. دغه نجلۍ یې هم بلې کوټې ته بوتله، دوه درې تنه پسې ورغلل او نور خبر نه لرم. دوی په خپله وویل چې چې هم غله یوو او هم شوکي کوونکي او هم د خدیجه وکیلې ساتوونکي یوو.»
 
یوه دا مېرمن په یوه ویډیو کې ادعا کوی چې د ولسي جرګې د غړې خدیجه الهام پورې اړوندو ساتونکو یو په بل پسې پرې جنسي تېری کړی دی .خو زموږ له  پرلپسې اړیکو سره سره خدیجه الهام ځواب ویلو ته حاضره نه شوه.

د کاپيسا ځایي چارواکي وایي چې د دغو ښځو د سورلۍ په موټر کې د تخنیکي ستونزې له رامنځته کېدو وروسته، وسله والو کسانو دا مېرمنې د حصه دو ولسوالۍ د جمال آغه کلي د استوګنې یوه کور ته ولېږدولې او وروسته یې پرې تېری وکړ.
      
د کاپیسا د ولایتي شورا مرستیال محفوظ صافی وايي:«تېری شوی، لس تر یوولسو تنو وو. پولیس څېړنې کوي او وینو چې چېرته رسېږي. د کاپیسا د خلکو غوښتنه دا ده چې عدالت ته وسپارل شيږ په کاپيسا کې هېڅ وخت دا ډول خراب کار نه دی شوی.»

د دغې پېښې څلور تنه نور عاملان لا نیول شوي نه دي.

شریک یي کړئ