Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذاکراتو د کړنلارې پر دوو مادو لاهم اختلافونه پر خپل ځای دي

د سولې مذاکراتو په برخه کې پر کړنلارې د راپورته شویو اختلافونو د حل لپاره خبرې بېرته له سره پیل شوې.

د مرکچي پلاوي د تماس ډلو پرون ماښام د څو ساعتونو لپاره د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې وکړې، خو په دې ناسته کې بیا هم د خبرو اترو د کړنلارې پر دوو مادو اختلافات نه دي حل شوي.

۱۷ ورځي کېږي چې د افغانستان د سولي په اړه د افغانانو تر منځ ګرم بحثونه روان دي، خو تر اوسه دواړه لورې پر کړنلارې سره هوکړې ته نه دي رسېدلي. 

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي له درې اوونیو بحثونو او د تماس ډلو ترمنځ د شپږو غونډو له کولو وروسته لا هم د مذاکراتو په کړنلاره کې د نظر اختلافونه لري. د تماس ډلو په وروستۍ غونډه کې چې له څلور ورځې ځنډ وروسته وشوه هم دواړه لوري د اختلافي مسایلو په تړاو سره هوکړې ته ونه رسېدل.
 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري په دې اړه وايي:«بحث کوو او خبرې اترې په مخ بیایوو، هغه څه چې اړتیا ده پر دوه بنسټیزو موضوع ګانو چې د ننني او راتلوونکي افغانستان د ارزښتونو ټولګه او چوکاټ جوړوي او له هویتي پلوه ډېر مهم دي.»

د مرکچي پلاوو غړي وایي، څرګنده نه ده چې په کړنلاره کې به اختلافي مسایل کله حل شي. خو ټینګار کوي چې په دې تړاو به بحثونه دوام ولري.
 
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی خیرالله خیرخواه وویل:«امیدواري شته ځکه چې تراوسه مجلسونه لا شروع شوي نه دي. که دغه ترتیبات هم ونیول شي ښه دي، چې د مجلس ټول طرزالعمل معلوم شي نو بیا پر هغه چوکاټ روانېږيو. امید شته هېڅکله ناامیدي نه ده شوې.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب هم څرګندوي:«زما عقیده دا ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت نه شي کولای چې د سولې د راتلو او د جګړې د پای لپاره ځان پر یوه مشخص وخت پورې محدود کړي.»

د مذاکراتو مذهبي بنسټ او د اصل په توګه د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک ګڼل کېدل، د افغانستان د سولې د مرکچي پلاوو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره کې اختلافي مسایل دي.

شریک یي کړئ