Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'دولتي ادارو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۵۰ سنله هم نه دی پلی کړی'

معلوماتو ته د لاسرسي په نړیواله ورځ، د رونټیا څار بنسټ نوې ارزونه ښیې چې هېڅ دولتي اداره نه ده توانېدلې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون ۵۰ سلنه عملي کړي.

د اداري اقداماتو، عملي خپرولو او عکس العملي خپرولو له پلوه نولس حکومتي ادارې ارزول شوې دي.

د دې ادارې د نوې ارزونې پر بنسټ له ۱۹دولتي بنسټونو څخه چې ارزونه يي شوې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معلوماتو ته د لاسرسي قانون ۴۷ سلنه عملي کړی، خو د ولسمشر دفتر، ستره محکمې، د بهرنیو چارو وزارت، پارلمان، د کورنیو چارو وزارت او ۸ نورو دولتي ادارو معلوماتو ته د لاسرسي قانون د عملي کولو په برخه کې تر ټولو خرابې ادارې بلل شوې دي. 

د افغانستان د روڼتیاڅاربنسټ مشر اکرام افضلي په دې اړه وايي:«درې برخې لرو. چې شنه، ژېړه او سره ده خو له بده مرغه زموږ هېڅ اداره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په برخه کې شنې برخې ته نه دي رسېدلي.»

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په نړۍ کې یو له غوره قوانینو ګڼل کېږي. خو اوس اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون نږدې ټولې حکومتي ادارې د دغه قانون په پلې کولو کې تر ټولو بدې ادارې پېژندل شوې دي.
 
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس عین الدین بهادري وویل:«د اطلاعاتو نشتون او د یوه دیجیتالي سیسټم نشتون چې یو ډېر کره او منظم ګرځند ولري او کارونکي له هغې استفاده وکړي، د دې لامل شوی چې موږ په نړیوالې ډلبندۍ کې همدارنګه ټیټ پاتې شوو.»

د ا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم باور لري چې ډموکراټیک حکومتونه داسې څه نه لري چې پټ یې کړي.
 
د اطلاعاتو او کلتور نوماند وزیر طاهر زهیر څرګندوي:«د حکومت، ادارو، وزارتونو له خوا اسانتیا رامنځته کوونکو بنسټونو او خلکو ته د اطلاع ورکړه منت نه دی.»

د دې ارزونې له مخې په داسې حال کې هېڅ حکومتي اداره نه ده توانېدلې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځوس سلنه پلی کړي چې خبریالانو په ځلونو له دغو ادارو نه د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په برخه کې شکایتونه لرلې دي.

شریک یي کړئ