Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سندونه: د بلخ د ګمرک سرپرست لویه څارنوالۍ کې دوسیه لري

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې د بلخ د ګمرک سرپرست حمدالله همدرد په لویه څارنوالۍ کې له خپلو دندو د ناوړه ګتې اخیستنې دوسیه لري.

 د دغو سندونو له مخې هغه کله چې د هرات د ګمرک رییس و له خپلو واکونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن شوی خو بیا هم د ماليې وزارت له خوا د بلخ د ګمرک سرپرست ټاکل شوی دی.

د دغو سندونو له مخې  د بلخ د ګمرک ریاست اوسنی سرپرست حمدالله همدرد تر دې مخکې چې پر دغې دنده وګومارل شي د ګمرکونو د عمومي ریاست له لوري له خپلو کاري واکونو نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

خو ظاهراُ د مالیې نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال؛ د ګمرکونو د عمومي معینیت د رییس د دغه شکایت په بابېزه ګڼلو سره، حمدالله همدرد د بلخ د ګمرک د سرپرست په توګه ګومارلی دی.

 لویه څارنوالۍ د دې پخلی کوي چې د حمدالله همدرد دوسیه تر څېړنو لاندې ده، خو ماليې وزارت وايي نوموړی يي په خدمتي ډول بلخ ته استولی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«له خپلو وظیفه يي واکونو څخه په ناوړې استفادې لویې څارنوالۍ ته معرفي شوی دی، قضیه نوې لویې څارنوالۍ ته رارسېدلې ده او زموږ د همکارانو تر تعقیب او څار لاندې ده.»

سندونه ښيي چې حمدالله همدرد هغه مهال چې د هرات د ګمرک رییس و، له خپلې دندې نه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.

سرچېنې تاییدوي چې حمدالله همدرد د نورو څېړنو لپاره کابل ته راغوښتل شوی دی.

 د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي:«هغه کسان چې د بلخ او کابل د ګمرکونو پُستونو ته راغلي دي سرپرستان نه دي بلکې په خدمتي توګه ګومارل شوي او د قانون پربنسټ د مالیې وزارت له خوا  ګومارل شوي دي.»

له اداري فساد سره د حکومت پر مبارزې څارونکي بنسټونه پر هغه څه چې په عایداتي ادارو لکه ګمرکونو کې یې سلیقه یي ګومارنې او چلند بولي نیوکه کوي.

 د روڼتیا څاربنسټ څېړونکی ناصر تیموري څرګندوي:«د افغانستان په ګمرګونو کې د مُلکي خدمتونو پُستونه په تېرو او اوسنیو کلونو کې له ازادو سیالیو او روڼتیا پرته ترسره شوي دي مالیې وزارت د دغو پُستونو له رقابتي کېدو مخنیوی کړی دی.»

حمدالله همدرد د دغو تورونو په تړاو څه نه وایي، خو تر دې وړادې د ولسي جرګې د مالي چارو او بودیجې کمېسیون هم حمدالله همدرد د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندلی دی.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ښيي له ګمرکونو او د مالیې وزارت له نورو عایداتي برخو د حکومت عواید د ۱۳۹۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د فساد او سلیقه یي ګومارنو له امله تر ۵۰ سلنې کم شوي دي.

شریک یي کړئ