Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل امنیه قومندان د زوی له خوا د «ناقانونه» وسلو پرلېږد نیوکې

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د دې ښودنه کوي چې د کابل امنیه قومندان جمعه ګل همت تنکی ځوان زوی میرویس همت په موټر کې درنې وسلې لېږدوي.

په خواله رسنیو کې د دغو انځورونو خپرېدل له نیوکو سره مخ شوي دي او ډېری د هغه کار د پلار له واکونو ناوړه استفاده ګڼي.

خو د پلازمېنې اوسېدونکي نیوکه کوي چې امنیتي چارواکو د امنیت په ټينګښت کې جدي عمل نه دی کړی، او د جنایي جرمونو زیاتوالی په پلازمېنه کې د وضعتیت د خرابېدو ښودنه کوي.
 
د کابل اوسېدونکی عبدالاحد په دې اړه وویل:«هېڅ امنیت نه لرو؛ نه به کوڅه کې او نه په سړک، نه د شپې له خوا او نه هم د ورځې او غرمې له خوا.»

د کابل اوسېدونکی وثیق الله عظیمي هم څرګندوي:«د کابل امنیه قومندان چې نه شي کولای د خپل د زوی مخه ونیسي، موږ څه تمه ولرو چې په کابل کې د جنايي جرمونو مخه نیول کېږي؟»

خو د کابل امنیه قومندان جمعه ګل همت وایي چې دا تصویرونه پخواني دي هغه له خپلو ساتونکو سره اخیستي دي:«ګومان نه کوم چې بد کار وي! د دې لپاره چې د افغان امنیتي ځواکونو زښته زیات مینه وال دی او د دې په هڅه کې دی چې په راتلوونکي کې یو ډېر ښه پوځي وي.»

په یوه انځور کې لیدل کېږي چې میرویس همت، د خپل پلار د کار پر څوکۍ ډډه لګولې ده.

کابل کې زده کړیال منیر احمد په دې هکله وايي:«اوس (د کابل د پولیسو د قومندان) د زوی د درس وخت دی. پلار یې امنیه قومندان دی؛ له یوه مېله تر زر مېله وسله په واک کې ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې د چارواکو د زامنو له لوري د داسې تصویرونو خپرېدل چې د عامه نظم ګډوډل بلل شوي؛ له نیوکو سره مخ کېږي. تر دې وړاندې هم  په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د یوې استازې د زوی چې په عقاب تخار مشهور دی؛ د ورته تصویرونو خپرېدو د ټولنیزو شبکو د کارونکو نیوکې راپارولې وې.

د کابل امنیه قومندان د دې پخلی کوي چې زوی یې په ترکیه کې د ښوونځي زده کوونکی دی او له دې کار سره یې له پوځي برخې سره د لېوالتیا ښودنه کړې ده.

شریک یي کړئ