Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له منځګړي پرته مذاکرات؛ د کړنلارې پر سر اختلافونه حل شوي نه دي

د افغانستان اسلامي جمهوري او د طالبانو مرکچي پلاویو هوکړه کړې چې خبرې اترې له منځګړي پرته مخته یوړلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو هېوادونو استازی په دوحه کې حضور لري او د افغانستان سولې مذاکرات له نږدې تعقیبوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مذاکراتو له پیلنۍ غونډې کابو ۲۰ ورځې وروسته د دواړو لوریو د پلاویو د تماس ډلو تر منځ د اوو ناستو له ترسراوي سره نه دي توانېدلي چې د سولې مذاکراتو رسمي کړنلاره وروستۍ کړي.

په دې برخه کې د اختلافونو شتوالی ښيي چې بین الافغاني مذاکرات له همدې پېله له یوې ستونزې سره مخ شوي دي. له همدې امله دا پوښتنه راولاړه شوې ده چې ایا افغانانو کولای شي دا بهیر بریالیتوب ته ورسوي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي وویل:«حس کېږي چې په راتلوونکي کې یو منځکړی حتمي دی.»

طالبانو په دې تړاو نظر نه ورکوي خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب داسې وایي:«اوس زمینه برابرونکي هم لرو، خو د مذاکراتو په خونه کې درېیم لوری نشته.»

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي بل غړی فاروق مجروح څرګندوي:«زموږ ته دیني او ملي ارزښتونه چې موږ هغه ته ژمن یوو ډېر مهم دي. یا معقولیت او حوصله او له بشپړ ښه نیت سره په غوره شان د مذاکراتو مخته بیولو ته چمتو یوو.»
 
له دې ټولو سره سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته په خپل سفر کې په افغانستان د سولې د ټینګښت لرې لید روښانه بولي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«همدا اوس زموږ مرکچي پلاوی په دوحه کې په یوه مېز دي او له سوله ییزې او سیاسي هوکړې له لارې د جګړې د پای لپاره بحث او مذاکره کوي. اوس زموږ تمه دا ده چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د کړنلارې او وروسته پر اجنډا هوکړه وشي.»

د سولې مرکچي پلاویو، تېره ورځ ماښام - دوشنبې - هم له څو ساعته چنې وهلو وروسته هوکړې ته ونه رسېدل او د مذاکرې د کړنلارې په هکله اختلافونه پر خپل ځای دی.

شریک یي کړئ