Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمران خان:دافغانستان خلکو لپاره تر ټولو بده سناریو د جګړې دوام دی

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، نن له غرمې وروسته (سې شنبې د تلې په ۸مه) د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولید.

د ملي روغې جوړې عالي شورا دفتر وايي چې په دغې لیدنه کې، دواړو لورو د افغانستان د سولې، په دغه هېواد کې د ټیګاو تامین او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د سولې له بهیره د خپل هېواد هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو له تامین سره، پاکستان به ډېره ګټه پورته کړي:«عمران خان وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له کموالي او تلپاتې اوربند څخه ملاتړ کوي. هغه وویل چې د رسنیو له لارې لیدلي دي چې د اوربند لومړنۍ پړاو، څه ډول د افغانانو د خوشحالۍ لامل شو. د افغانستان د خلکو لپاره تر ټولو بده سناریو د جګړې دوام دی.»

عبدالله عبدالله هم ویلي دي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي:«د افغانستان اسلامي جمهوري د سولې بهیر بریا ته لازم هوډ لري او له مقابل لوري تمه لرو چې د جګړې د پای او د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا لوړپوړی سلاکار محیب الرحمان رحیمي هم په دې اړه ویلي دي:«د پاکستان له لومړي وزیر جلالتماب عمران خان سره لیدنه چې سفر هم د هغوی په بلنه شوی و. په افغانستان کې سوله، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همدارنګه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته په دغو خبرو کې مطرح شول. د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا تکرار کړه چې افغانستان ته سفر کوي، چمتو دی چې سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره له ټولو امکاناتو او وس سره همکاري وکړي.»

عبدالله په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی دی چې کابو ۲۰ ورځې کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې رسمي مذاکراتو د پیل لپاره په دوحه کې پر چنې وهلو سره بوخت دي.

که څه هم پاکستان تل د افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ او تمویل تورن شوی دی، خو پاکستان دغه ادعاګانې رد کړې دي.

شریک یي کړئ