Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان پلاویو ترمنځ د سولې خبرو ځنډ سره، خلیلزاد دوحې ته روان شو

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد قطر ته روان شو.

نوموړی د افغان سولې مذاکراتو لپاره د کړنلارې جوړولو کې ځنډ سره سم، زلمی خلیلزاد قطر ته ځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي، افغان سولې لپاره یې ځانګړی استاز زلمی خلیلزاد پرون دوحې او سیمې ته روان شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې پر بنسټ، خلیلزاد به د امریکا له ملګرو هېوادونو چارواکو سره وویني او پر افغان سوله، د سولې له هوکړې وروسته سوداګرۍ او پراختیا په اړه ورسره خبرې وکړي.

خلیلزاد به په دوحه کې د افغان سولې مرکچي ډلو سره هم وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې د مذاکراتو له پیلنۍ غونډې کابو ۲۰ ورځې وروسته د دواړو لوریو د پلاویو د تماس ډلو تر منځ د اوو ناستو له ترسراوي سره نه دي توانېدلي چې د سولې مذاکراتو رسمي کړنلاره وروستۍ کړي.

په دې برخه کې د اختلافونو شتوالی ښيي چې بین الافغاني مذاکرات له همدې پېله له یوې ستونزې سره مخ شوي دي. له همدې امله دا پوښتنه راولاړه شوې ده چې ایا افغانانو کولای شي دا بهیر بریالیتوب ته ورسوي.

طالبانو په دې تړاو نظر نه ورکوي خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب داسې وایي:"اوس زمینه برابرونکي هم لرو، خو د مذاکراتو په خونه کې درېیم لوری نشته."

له دې ټولو سره سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته په خپل سفر کې په افغانستان د سولې د ټینګښت لرې لید روښانه بولي.

د سولې مرکچي پلاویو، دوشنبې ماښام هم له څو ساعته چنې وهلو وروسته هوکړې ته ونه رسېدل او د مذاکرې د کړنلارې په هکله اختلافونه پر خپل ځای دی.

شریک یي کړئ