د کابل ښار خېرخانې مېنې په جمهوریت څلور لاره کې چاودنې دوه تنه ټپیان کړي دي.
دغه چاودنه سهار (چهارشنبې د تلې په ۹مه نېټه) سهار کابو اووه بجې د چسپکي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوه.
شاهدان وایي، پر ماین د ملي اردو یو موټر په نښه شوی او دوه تنه برسېرن ټپیان شوي دي
کابل کې په وروستیو څو میاشتو کې د ماین چاودنو دغسې پېښې ډېرې شوي او له کبله یې خلک پر امنیتي او کشفي بنسټونو نیوکې کوي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه