د پاکستان ولسمشر، عارف علوي د ملي مصالحې عالي شورا له رییس، عبدالله عبدالله سره لیدنه د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده.
د ښاغلي عبدالله دفتر وايي خبرپانه کې نن(چهارشنبې د تلي په ۹مه نېټه) وايي چې دواړو لورو پر دوو اړخیزو اړیکو خبرې کړې د پاکستان ولسمشر څرګنده کړې چې"موږ افغانستان کې د سولې او ټيکاو غوښتونکي یوو"
ښاغلي علوي همداراز څرګنده کړې:«پاکستان افغانستان کې له جګړې زیان لیدلی او په سوله کې یې ګټه ده.»
هغه همداراز ویلي دي چې د سولې راتګ سره به په عزت سره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د تګ زمینه هم برابره شي.
له بلې خوا ښاغلي عبدالله څرګنده کړې چې سولې ته رسېدل د افغانستان د خلکو او حکومت لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د پاکستان او نورو هېوادونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ده همداراز ویلي دي:«افغانستان له خپلو ټولو ګاونډیو په ځانګړې توګه پاکستان سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او افغانستان کې سوله د سوداګرۍ ودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ او سیمه کې زمینه برابروي.»
د ملي مصالحې عالي شورا همداراز زیاته کړې:«موږ پر ستونزو د بریالي کېدو او جګړې پایته رسولو لپاره استثنايي فرصتونه په واک کې لرو. هیله ده چې د نړۍ، سیمې او کورني ملاتړ سره دایمي سولې او ثبات ته ورسیږو.»
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي عبدالله تېره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر، عمران خان سره هم لیدنه درلوده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا دفتر وايي چې په دغې لیدنه کې، دواړو لورو د افغانستان د سولې، په دغه هېواد کې د ټیګاو تامین او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.
عبدالله په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی دی چې کابو ۲۰ ورځې کېږي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې رسمي مذاکراتو د پیل لپاره په دوحه کې پر چنې وهلو سره بوخت دي.
که څه هم پاکستان تل د افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ او تمویل تورن شوی دی، خو پاکستان دغه ادعاګانې رد کړې دي.