طلوع نیوز ته امنیتي سرچینې وايي د بغلان فرنګ ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پایله کې یوه سرتېري ژوند بایللی او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینې په وینا طالبان تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۸مه نېته) د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ ته د ننه شوي او څو ساعته یې هلته تېر کړي دي.
د سرچینې په حواله طالبانو درې رینجر موټر سوځولي دي، یو زغره وال ټانک او وسلې یې له ځانه سره وړې دي.
د بغلان پولیسو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو هم د پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.