Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو سره د تماس ډلې پخوانۍ غړې: طالبان انحصار غوښتونکي دي

د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي چې له دې مخکې له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د تماس ډلې غړې وه، وايي چې طالبان یوه پلمه غوښتونکې او ټول واک غوښتونکې ډله ده او له داسې یوې ډلې سره سولې ته رسېدل ډېر ستونزمن کار دی.

مېرمن عادلي چې نن چهارشنبې (د تلې په ۹مه) کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله، څرګنده کړه چې طالبان له افغانستان جمهوریت سره سولې بهیر کې نرمښت نه لري او تاوتریخوالي قربانیانو ته د عدالت تامین په برخه کې د دغې ډلې لیدلوری، حقوقي نه بلکې سیاسي دی.

اغلې عادلي په دې اړه زیاته کړه:«طالبان یوه سرسخته، پلمه غوښتونکي او نرمښت نه منوونکې ډله ده؛ یا ووایم چې په ډېرې سختۍ سره د نرمښت وړ ده. طالب له عدالت نه چې قرائت لري، یوه سیاسي قرائت دی.»

په دې ناسته کې چې د عدلي او قضايي بنسټونو د ځای ځایګي د روښانه کېدو او د سولې بهیر کې د عدالت ټینګښت لپاره جوړه شوې، په کې سیما سمر وايي، د سولې په روان بهیر کې د جګړې قربانیان له یاده ویستل شوي دي.

د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت وزیره سیما سمر وايي:«هغه ژوند چې له وېرې او غوښتنې پرته او له کرامت سره مل ولرو له عدالت څخه پرته شتونی نه دی. او بالاخره د عدالت ټينګښت او عدالت ته لاسرسی لکه څرنګه مې چې وویل یو بشري حق دی.»

لوی څارنوال وايي، پرته له دې چې خلک خپلواک عدلي او قضايي بنسټونو او همداراز عدالت ته لاسرسی ومومي، په هېواد کې تل پاتې سوله نه شي ټینګېدلی او ټینګار کوي چې، د سولې بهیر مدیریت باید د افغانانو په لاس کې وي.

فرید حمیدی لوی سارنوال په دې هکله زیاته کړه:«ډېر درستونه او تجربې لرو او له افغانستانه بهر د لومړیتوب ډلبندي - چې موږ څه غواړو څه نه غواړو موږ یې له ستونزو سره مخ کړي یوو او د پانګونې، پیسو، انرژۍ او وخت د ضایع کېدو لامل شوی دی او په پای کې یې معکوسه پایله ورکړې ده.»

د دغې ناستې ګډونوال وايي، د قطر په دوحې کې د دواړو خواو مرکچیان باید د تاوتریخوالي له دوامه نور لاس واخلي او اوربند ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو پلاویو له شلو ورځو وروسته تراوسه د سولې د مذاکرې پر کړنلارې سره هوکړې ته نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ