Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سید معراج الدین سادات د بلخ امنیه قومندان په توګه په کار پیل وکړ

سید معراج الدین سادات د سمونوال محمد اجمل فائز پر ځای د بلخ د نوي امنیه قومندان په توګه په خپلې دندې پیل وکړ.

هغه په داسې وضعیت کې په کار پیل وکړ چې د بلخ اوسېدونکي له پراخو ناامنیو، د جنايي جرمنونو او د نامسووله وسله والو له زورویلو تر پوزې راغلي دي. 

د کورنیو چارو وزارت جګپوړی مرستیال جنرال عبدالصبور قانع وویل:«د مجرمینو، غلو، د طالبانو، د نامسووله کسانو او د هر هغه کس په وړاندې چې عامه نظم له منځه وړي باید چلند مو جدي وي او امنیه قومندانه! له خپل ټول توان سره د هغوی په وړاندې ودرېږه.»

ښاغلی سادات وايي چې ناقانونه وسله وال چې د بلخیانو ارامښت یې له منځه وړلی دی، ونیسي خو هغه د دغو وسله والو د ملاتړو نومونه په ډاګه نه کړل.

د بلخ امنیه قومندان سمونوال سیدمعراج‌الدین سادات وايي:«زه خپله دنده په مزارشریف کې له اخلاص سره ترسره کوم، هېڅ ډول زور واکي، جنایت کار او هغه کسان چې قانون تر پښو لاندې کوي ورته وخت نه ورکوو او مخنیوی یې کوو.»

په وروستیو میاشتو کې د بلخ ولایت اوسېدونکي هغه څه چې نا امنۍ او د جنايي جرمونو زیاتوالی یې بولي، خپلې جدي اندېښنې څرګندې کړې دي او د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ په مشرتابه کې یې د بدلون غوښتنه کړې ده.

د بلخ والي محمداسحاق رهګذر په دې اړه وویل:«په بلخ ولایت کې ننګونې او ستونزې ډېرې دي، جدي پاملرنه غواړي، هڅه غواړي، بې خوبي غواړي او ټولیز حرکت غواړي. چې د متکرر مجرمین او هغه مخالفین چې غواړي په یو ډول وضعیت خراب کړي موږ او تاسې په ګډه بریالي شو.»

د بلخ د ولایتي شورا رییس افضل حدید هم زیاتوي:«ښاغلیه مرستیاله! که چېرې له امنیه قومندانۍ فساد ورک نه کړئ، او ویل کېږي چې د فساد دا کړۍ له دې ځایه پیل او تر خپله محترم د کورنیو چارو وزارته پورې، داسې کړۍ دي که چېرې تاسې دا ماتې نه کړئ خدای مه کړه پولیس نام بدي کوي. او د حکومت او پولیسو ځواک تر پوښتنې لاندې راځي.» 

مخکې له دې هم د کورنیو چارو وزارت د بخ ولایت د پولیسو څوارلس افسران یې په کار کې کې د ناغېړۍ له کبله له دندو ګوښه کړي وو.

د بلخ پخوانی امنیه قومندان سمونوال محمداجمل فائز څرګنده کړه:«هغه ننګونه چې موږ لرله غواړم چې ستاسو په حضور کې ووایم، چې حل لاره پيدا شي. له بده مرغه کله چې د جګړې په حالت کې وو، نه شو کولای په ښه بڼه استفاده وکړو، هره قطعه چې دلته شتون لري، د ځان لپاره یو امر لري او هغه په مستقیمه توګه له خپل امر څخه لارښونه اخلي، نه دا چې له موږ څخه لارښونه واخلي. د ډېرو کوچنیو قطعاتو په ګډون چې دلته حضور لري. دا دلته یو دود شوی ښه ده چې داسې یوه جدي لارښونه ورته وکړئ.»

د بلخ ولایت اوسېدونکي د امنیه قومندانۍ په مشرۍ کې د امنیتي حالت ښه کېدو ته هیله څرګندوي.

مخکې له دې د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته خبرداری ورکړی وو چې که له جرمي ډلو، مجرمانو او د فساد ځایونو له منځه وړو په برخه کې جدي  اقدام ونکړي، نو له قانوني سزا سره به مخامخ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه