Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کڼو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې له انزوا سره د هغوی مخ کېدل

نن چهارشنبې (د سپټمبر ۳۰مه) چې د کڼو له نړیوالې ورځې سره سمون لري، په هرات کې ځينې دغه کاڼه وايي چې له اشاري ژبې سره د کورنیو او ټولنې نه بدلتیا هغوی له انزوا سره مخ کړي دي.

هغوی د ټولنې د ځینو کسانو د ناوړه چلند او د کورنیو د بې مهرۍ له امله اندېښمن دي.

۱۷ کلنه زهرا چې کڼه زېږېدلې ده، د هرات د کڼو په مسلکي ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکې ده. هغه د خپل د زړه خبرې د خپلو لاسونو په وسیله کوي؛ خو بیا هم په خپله کورنۍ او شاوخوا ټولنه کې یې ډېر کم خلک له هغې سره خبرې کوي.

زهرا زیاتوي:«زه ۳ خویندې او دوه وروڼه لرم؛ خو زه یوازې کڼه یم. غواړم له خپلو وروڼو او خویندو سره خبرې وکړم؛ خو هغوی پر دې نه پوهېږي چې، زه څه وایم. کله چې نه شم کولی له خپلې کورنۍ سره خبرې وکړم؛ ډېره خواشینې کېږم او په یوه کُنج کې آرامه کینم. کله چې د کورنۍ نور غړي ګورم له یو بل سره خبرې کوي؛ خو زه د هغو پر خبرو نه پوهېږم؛ نو دا هم راته ډېره سخته ده.»

له ډېرو محرومیتونو سره سره زهرا بیا ډېرې هیلې لري:«غواړم د خپل هنر په وسیله چې انځورګري ده، خپلې وړتیاوې خلکو ته وښیم. هوډ لرم چې، په راتلونکې کې یوه مشهوره او بریالۍ انځورګره شم.»

د زهرا په څېر ډېرې نجونې دلته شته چې پر اشاري ژبې د کورنیو او خلکو د نه پوهېدو له امله څنډې ته شوي او په خپلو کورنیو کې ځانونه یوازې احساسوي.

راحله په اشاري ژبې سره وايي:«کله چې له ښوونځي بهر له خپلو ملګرو او ټولګیوالو سره په اشارو سره خبرې کوو؛ نو خلک پر موږ ملڼډې وهي. په کور کې هم پلار او مور او د کورنۍ نور غړي پر اشاري ژبې نه پوهېږي او نه شم کولی د خپل د زړه خبره هغو ته ووایم.»

حمیده بله نجلۍ ده چې کڼه ده هغه هم د راحلې او زهرا په څېر تجربه لري:«په خپل کور کې یوازې زه کڼه یم. زما پلار، مور، وروڼه او خویندې له یو بل سره خبرې کوي؛ خو زه نه شم کولی له هغو سره خبرې وکړم؛ ځکه هغوی په اشاري ژبې نه پوهېږي. زه یوازې په ښوونځي کې له خپلو ملګرو سره په اشاري ژبې خبرې کولی شم.»

په هرات کې د کڼو مسلکي ښوونځي سلګونه نجونو او هلکانو ته د زده کړو موکې برابرې کړې دي. دغه زده کوونکي له لسم ټولګي وروسته په دوو هنر او کمپیوټر ساینس څانګو کې په مسلکي توګه روزل کېږي.

د شمېرو له مخې، په هېواد کې څه باندې ۵۰ زره ښځې او نارینه چې نه شي کولی غږ واوري ژوند کوي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې له زده کړو بې برخې دي او همداراز ډېری یې په کلیو بانډو کې په محرومیت کې خپل ژوند تېروي. 

د شمېرو له مخې، په هېواد کې څه باندې ۵۰ زره ښځې او نارینه چې نه شي کولی غږ واوري ژوند کوي او شاوخوا ۸۰ سلنه یې له زده کړو بې برخې دي.

شریک یي کړئ