Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نشرباران بنسټ د مولانا جلال الدین محمد بلخي۸۱۳مه کلیزه ولمانځله

د نشرباران بنسټ د ماشومانو لپاره د مثنوي کیسو یوې ټولګې له مخکتنې سره د مولانا جلال الدین محمد بلخي ۸۱۳مه کلیزه ولمانځله.

د مولانا له مثنوي کتابه د اخلاقي مسایلو لس داستانونه په یوه ځانګړي کتاب کې چاپ شوي دي.

مولانا جلال الدین محمد بلخي چې د مولوي، رومي او د عشق پر پیغمبر مشوره دی؛ ۸۱۳ کاله مخکې په همدغو ورځو کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

د نشر باران مسوول سهراب عمر:«د مثنوي د خوږو کیسو ټولګه چې نن یې د مخکتنې شاهد یاست، په مثنوي کې نغښتي اخلاقي پيغامونه ماشومانو ته زده کوي. ماشومانو له یوې خوا د دغو کتابونو له انځورونو خوند اخلي او له بلخوا د حضرت مولانا له اخلاقي لارښونونو سره اشنا کېږي.»

مولانا جلال الدین محمد بلخي چې پر مولوي مشهوره دی، ۸۱۳ کاله مخکې په همدې ورځو کې په بلخ کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي. بهاالدین چې د ده پلار دی په هغه وخت کې د بلخ له علماوو او صوفیانو شمېرل کېده؛ خو د مولانا د پلار او سلطان محمد خوارزم شاه تر منځ د خوابدۍ له امله د مولانا پلار او خپله مولانا چې په هغه وخت کې ۱۳ کلن تنکی ځوان و، بلخ ولایت پرېښود او له څه مودې وروسته په قونیه کې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال عبدالمنان شیوا شرق څرګندوي:«مولوي اوه کلن و چې د نور بایزید بسطامي رساله یې د بهاء ولد له کتابتون څخه تر دستار او کمیس لاندې پټوه او د خپل مور مومنه خاتون چې یوه نامي او مشهوره او ورته مهال د بلخ دورې یوه څيز فهمه او پوهانه وه، د تاکنو په بڼ کې د بهاء ولد له سترګو پټ لوست.»

مولانا د خپل عمر په ۴۰ کلنۍ کې چې په قونیه کې د یوه عارف او پوه په صفت مشهوره و، له شمس الدین تبریزي سره اشنا شو.

لیکواله حمیرا قادري په دې اړه وايي:«د بارات خپرندویه ټولنه دې هڅه وکړي چې د لیکوالانو یوه ډله جوړه کړي. نه دا چې یوازې کتاب چاپ کړي، دا بسندویه نه دي. ډېره مهمه ده چې په دې دوره کې هم تاسې لیکوال ولرئ.»

مولانا د خپل عمر په ۶۶ کلونو کې ۶- زره بیتونه ولیکل.

دمګړۍ د مولانا د زوکړې ځای چې په بلخ کې موقعیت لري، یوه کنډواله ده؛ خو زیارت یې چې په قونیه کې دی؛ په کال کې تر دوه مېلیونه ډالرو پورې د سیلانیانو له اړخه عواید لري.

نشر باران بنسټ، نن د مولانا جلال الدین محمد بلخي د زوکړې د ۸۱۳مې کلیزې په مناسبت د ماشومانو لپاره د مولانا له مثنوي ماشومانو ته د کیسو یو کتاب خپور کړی دی.

شریک یي کړئ