د هرات ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښي له کبله ۱۱ کسانو ژوند بایللی او ۶ تنه ټپیان دي.
پېښه نن سهار(پنجشنبې د تلې په ۱۰مه نېټه) د هرات ـ کندهار پر لویه لاره شوې.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد وايي چې پېښه د یوه ۴۰۴ مسافروړونکي او فلانکوچ موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
ښاغلی فرهاد وايي چې د قربانیانو په ډله کې درې ښځې هم شاملې دي.
په همدې حال کې د هرات امبولانس مسوول، داکتر محمد ابراهیم محمدي وايي چې د پېښې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه څرګندوي چې د پېښې د ځينو ټپیانو حالت نازک دی.
په دې اړه مو اندونه