Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمی خلیلزاد له مرکچي پلاوو سره د لیدنې په موخه دوحې ته ورسید

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۹مه نېټه) قطر ته رسېدلی دی او ټاکل شوې ده د سولې په تړاو له مرکچې پلاویو سره وګوري.

ځيني سرچینې وايي چې ښاغلی خلیلزاد به خپلې لیدنې په قطر کې د طالبانو د دفتر د سیاسي دفتر له مرسیتیال، ملابرادر سره پیل کړي.

تېره ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې کې ویلي وو چې خلیلزاد به د امریکا له ملګرو هېوادونو چارواکو سره وویني او پر افغان سوله، د سولې له هوکړې وروسته سوداګرۍ او پراختیا په اړه ورسره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مذاکراتو له پیلنۍ غونډې له شلو ډېرې ورځې تېریږي د دواړو لوریو د پلاویو د تماس ډلو تر منځ د اوو ناستو له ترسراوي سره نه دي توانېدلي چې د سولې مذاکراتو رسمي کړنلاره وروستۍ کړي.

په دې برخه کې د اختلافونو شتوالی ښيي چې بین الافغاني مذاکرات له همدې پېله له یوې ستونزې سره مخ شوي دي. له همدې امله دا پوښتنه راولاړه شوې ده چې ایا افغانانو کولای شي دا بهیر بریالیتوب ته ورسوي.

طالبانو په دې تړاو نظر نه ورکوي خو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی رسول طالب داسې وایي:"اوس زمینه برابرونکي هم لرو، خو د مذاکراتو په خونه کې درېیم لوری نشته."

له دې ټولو سره سره د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پاکستان ته په خپل سفر کې په افغانستان د سولې د ټینګښت لرې لید روښانه بولي.

د سولې مرکچي پلاویو، دوشنبې ماښام هم له څو ساعته چنې وهلو وروسته هوکړې ته ونه رسېدل او د مذاکرې د کړنلارې په هکله اختلافونه پر خپل ځای دی.

شریک یي کړئ